جمهور رئیس کرزی نن د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته په یوه خبری ناستې کې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د بن لادن تر وژل کېدو وروسته دې له جنګه لاس واخلی. جمهور رئیس کرزی وویل، طالبان باید د بن لادن له وژل کېدو درس او عبرت واخلی. کرزی د بن لادن په وژنه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو عملیات، چې د خیبر پښتونخوا په ایبټ اباد ښار کې یې وکړل، ډېر مهم او ارزښتمن وبلل. کرزی زیاته کړه، چې د پاکستان په خاوره کې د بن لادن وژل کېدو دا ثابته کړه، چې د ترهګرو ځالې په افغانستان کې نه بلکې په نورو هېوادونو کې دی، چې نړیوالو باید په تېرو لسو کلونو کې ورته پام کړى واى.