رجوع
ممکنه ده القاعده د خپل مشر د وژلو بدله واخلی
تاريخ النشر: 1390/02/14 0:0رمز الخبر: 5221المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د دفاع وزارت ویندویی وویل ممکنه ده القاعده د خپل مشر د وژلو بدله واخلی .
د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی محمد ظاهر عظیمی نن په کابل کښې خبریالانو سره خبرو کښې د بن لادن د وژلې پایلې بیان کړی او ویې ویل ممکنه ده القاعده د خپل مشر د وژلو بدله واخلی . .
هغه وویل د بن لادن وژله به د افغانستان ، سیمې او نړۍ په آمنیتی وضعیت مثبتی اغیزې وکړی .
عظیمی جوته کړه له ترهه ګرۍ سره مبارره خپلی ستونزی لری او د بن لادن په وژلو سره باید دا اټکل ونکړو چې القاعده ختمه شوی ده .
د افغانستان د دفاع وزارت ویندویی وویل په دې اړه ډیر شکونه موجود دی چې په دغو عملیاتو د پاکستان استخباراتی اداری خبری وی او که نه خو مونږ له دې مخکې هم ویلی دی چې د ترهه ګرۍ اصلی جرړی له افغانستان څخه بهر دی .