رجوع
حضرت فاطمةالزهراداسلام دګران پیغمبردزړه ټوټه
تاريخ النشر: 1390/02/16 0:0رمز الخبر: 5254المصدر: ایرکا خبری آژانس

داسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی ا.. علیه وآله وسلم د ګرانې لور او ود هغه بزرګوار د زړه ټوټې حضرت فاطمةالزهرا سلام ا.. علیها د تلین په شپوورځوکې یو. داسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) له بعثته پنځه کاله وروسته د جمادی الثانی د میاشتې په شلمه نیټه د جمعې په ورځ د پیغمبر اکرم (ص) او حضرت بی بی خدیجه په کور کښې یوې جینۍ سترګې وغړولې او ددغې جینۍ په زوکړې سره د رسول ا... کور له مینۍ او محبته ډک شو د ګران رسول د غمونو او کړاوونو په غوغا کښې چې پیغمبراکرم(ص) ورسره په مکه کښې مخامخ ؤد هغ بزرګوار وړې لور حضرت بی بی فاطمه سلام ا... علیه د سهار د وږمې په شان د پلار او مور زړه سوړ کړ.څومره لویه درجه او فضیلت دی د هغی لور چې د پیغمبر(ص) زړه ورسره کرار موند او فرمایل به یې: ؛فاطمه(ع) زما روح دی او له هغې د جنت بوی راځی" او خدای پاک د قرآن پآک د احزاب سورې په 33 آیت کې د دغې پاکې بی بی د طهارت او پاکۍ په هکله وایې: "انما یرید الله لیذهب عنکم الرجس اهل البیت و یطهرکم تطهیرا؛
"خدای پاک اراده کړې ده چې تاسو د پیغمبر(ص) اهلبیت له هرې پلیتۍ او ککړتیا پاک وساتی."
دحضرت بی بی فاطمه (ع) پلار حضرت محمد مصطفی صلی ا... علیه وآله وسلم صفتونو ته حاجت نه لری. ، داسی پلار خدای پاک د قران پاک د قلم سورې په 4 آیت کې خلق عظیم بللی او دغه راز د نجم سورې په 4 آیت کې هم فرمایې : دا پیغمبر له خپلې خوښې هیڅ خبره نه کوی او څه چې وایی د خدای وحې ده"
حضرت فاطمته الزهرا (ع) خپل ټول نورانی عمر د یوهّ لوړ او عظیم پلار په لمن کښې تیر کړ، قابو دوه کلنه وه چې له پلار سره ئې یو ځایې کفارو او قریشو اقتصادی کلابنړی وکړه او درې کاله یې د شعب ابی طالب (شعب ابی طالب د مکی په خوا کې یوه دره وه چې پیغمبر(ص) او له هغوې سره اړوند کسان او مسلمانان د اقتصادی کلونو کې هغه ځای کې مقیم وؤ منتهی الامال ص 63-64 ) کښې له خپل پلار او مور او نورو مسلمانانو سره په سختو شرائطو، لوږې او سختۍ کښې تیرکړل.
د بعثت په لسم کال له شعب څخه تر ژغورنې لږه موده وروسته یې ګرانه مور چې ظالمانو او قریشو سره یې په مقابلې او په اقتصادی محاصرې کښې خپل وروستی لس کلونه تیر کړی وو ، وفات شوه.که څه هم دا جدایی د دوی لپاره ډیره سخته وه ،خو تر دې وروسته پلار ته له نزدې او د هغۀ له پاک تربیته او مینې برخمنه شوه له هجرته لږه موده پس د پیغمبر (ص) د کورنۍ له نورو ښځو او حضرت امام علی علیه السلام سره له مکې څخه مدینې ته لاړه او بیا له پلار سره یو ځای شوه. په مدینه کښې د پلار دژوند په سختیو کښې له هغه بزرګوار سره برابره شریکه وه او د احد په جنګ کښې وروسته له دې چې مسلمانان شاتګ ته مجبوره شول، بی بی فاطمه (ع) له مدینه ووته او د پیغمبر اکرم خوا ته و رغله او له حضرت امام علی سره یو ځائی یې د پیغمبر (ص) د زخمونو ملهم پټۍ وکړه. (صحیح بخاری کتاب بداء الخلق، صحیح مسلم کتاب الجهاد اوالسیر باب غزوه احد)
حضرت بی بی فاطمه (ع) د اسلام په کور کښې پیدا شوه، له اسلام سره لویه شوه او ژوند یې له پیغمبره(ص) جدا نۀ ؤ او هغه مبارک (ص) به تر هر چا زیات د هغې کور ته ورتلو. د پیغمبراکرم(ص) یو خدمتګار وایې :" کله چې به د خدای رسول(ص) په سفر تلو نو تر ټولو وروسته به یې له حضرت بی بی فاطمه (ع) سره خدای په امانی کوله او چې کله به را ستنیدو، نو تر ټولو مخکښې به د بی بی فاطمه(ع)لیدو ته ورته.(کشف الغمه ج 2 ص 13، مسند احمد بن حنبل ج 5 ص 275 صحیح ابوداؤد ج 26 سنن بیهقی ج 1ص26 ) د پیغمبراکرم (ص) د ژوند په وروستیو شیبو کښې هم بی بی فاطمه (ع) د هغه مبارک سر ته ناسته وه او ژړل یې او پلار ورته ډاډ ورکاؤ.( امالی طوسی،ج 2 ص 14-15)
له حضرت فاطمته الزهرا(ع) سره دپیغمبراکرم(ص) دمینې اوعشق ځینې مثالونه
له حضرت بی بی فاطمه (ع) سره د پیغمبر اکرم(ص) مینه دومره زیاته وه چې دا چاره د پیغمبر اکرم (ص) د ژوند له حیرانتیاوو ګنلئ شوه او که دې خبرې ته ځیر پام وکړو چې ګران رسول ا...(ص) د خدای په نزد تر ټولو نزدې او لوړ انسان ؤ او په ټولو چارو کښې د حقو معیار او د عدل او اعتدال میزان او پارسنګ ؤ او د هغۀ هره وینا او کړچار د سنت درجه لری ،ځکه چې خدای تعالی په قران پآک کې فرمای:
"وَ مَا یَنْطِقٌ عَنِ الهَوی اِنْ هٌوَ اِلا وَحْیً یٌوحی" یعنې پیغمبر(ص) له خپلې خوښې او نفسه هیڅ خبره نۀ کوی بلکې هر څه چې وایې له وحی څخه وی. نو په دې خاطر ده چې د حضرت بی بی فاطمه (ع) په معنوی فضیلت لا ښه پوهیدالی شو.
د پیغمبر اکرم (ص) نورې لوڼه هم وې او که څه هم ګران رسول(ص) له خپلې کورنۍ او حتی پردیو سره مینه لرله خوله بی بی فاطمه (ع) سره د هغه بزرګوار مینه ځانګړې او جدا وه او په اکثرو ځایونو کښې به یې دا مینه څرګنده اعلانوله. او دا پخپله یو دلیل دی چې د بی بی فاطمه (ع) او د هغې د کورنۍ ژوند د اسلام له برخلیک څخه نۀ جلا کیدونکی دی اوله حضرت بی بی فاطمه(ع) سره پیغمبراکرم (ص) رابطه یوازې د پلار او لور رابطه نۀ وه بلکې دا خبره د یوې ټولنې له حیاتی مسئلو، د یو امت له راتلونکی او د مسلمانانو د رهبرۍ او امامت په هکله د خدای پاک له اوامرو سره بشپړ اړه لری.
1. پیغمبر اکرم (ص) به چې کله په سفر تلو، نو تر ټولو وروسته به یې له بی بی فاطمه (ع) سره خدای په امانې کوله او چې له سفره به راستنیدو نو لومړی به د بی بی فاطمه (ع) کور ته ورتلو .
2. حضرت امام باقر علیه السلام او امام صادق علیه السلام فرمائی چې پیغمبراکرم(ص) به تل تر څملاستو مخکښې بی بی فاطمه (ع) ښکلوله، خپل مخ به یې د هغې په سینه کیښودلو او دعا به یې ورته کوله .
3. د اسلاام ګران پیغمبر(ص) فرمایی چې فاطمه زما د وجود ټوټه ده، چا چې دا خوشحاله کړه زۀ یې خوشحاله کړم او چا چې دا خپه کړه زۀ یې خپه کړی یم او فاطمه(ع) په ټولو خلقو کښې ماته ګرانه ده.
د پیغمبر اکرم(ص) له وفاته وروسته په حضرت بی بیفاطمته زهرا باندې ډیر مصیبتونه راغلل اؤ ژوند ورته سخت شو او د خپل پلار چې عشق او مینه به ېې ورسره کوله، په جدایۍ به ېې ژړل کله کله به د پلار قبر ته تله او ډیر به ېې ژړل ( بیت الاحزان ص 141، منتهی الامال ص 164) په کور کې به ېې هم ډیر ژړل. کله چې د مدینې خلقو د هغې په ډیره ژړا اعتراض وکړ او وې ویل چې مونږ ستا له ژړا تنګ شو، نو حضرت امام علی علیه السلام د هغې لپاره په بقیع هدیرې کې د بیت الاحزان(د غم کور) په نامه یوه کوټه جوړه کړه. بی بی فاطمه(ع) به هر سهار حسنین علیم السلام هلته له ځان سره بوتلل.او تر شپې پورې به ېې ژړل. حضرت امام علی علیه السلام به ماسخوتن هغه کور ته راوستله تر دې چې د ډیرې ژړا او مصیبتونو په وجه ناروغه شوه او بیماری ېې ورو ورو سخته شوه او باالاخره د همدغو غمونو په وجه د هجرت د یو لسم کال د جمادی الاول په دیارلسمه یا د جمادی الثانی دریمه نیټه یعنې د خپل ګران پلار له وفاته پنځۀ او یا یا پنځۀ نوی ورځې وروسته یې له دنیا سترګې پټې کړې. د شهادت په وخت دحضرت فاطمته الزهرا سلام آ... علیها عمر قابو اتلس کاله ؤ.
باید ووایو چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی د لور او دهغه بزرګوار د زړهّ ټوټې حضرت بی بی فاطمته الزهرا سلام ا... علیها ژوند د نړۍ په تیره بیا د اسلامی نړۍ اوسنۍ میرمنې بیلګه وګرځوی او د هغې بزرګوارې په لارښونو او کړن لارې په عمل سره خپله دغه دنیا او آخرت جوړ کړی او په دنیا کې د مرمن مقام هماغه شان وځلوی چې د فاطمه بی بی شخصیت د خپل پلار بزرګوار پیغمبر اکرم په نیابت کې د هغه بزرګوار په مرسته کولو سره نړۍ ته وړاندې کړ .