رجوع
په لغمان کښې ځانمرګی برید 17 کسان وژلی او ژوبل کړی دی
تاريخ النشر: 1390/02/19 0:0رمز الخبر: 5276المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د ختیځ د لغمان ولایت ویندویی فیضان الله پټان وویل نن سهار په لسو بجو د قرغیو ولسوالۍ ودانۍ مخې ته پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو شوی ځانمرګی برید کې 17 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زیاته کړه، چې ځانمرګى برید کوونکى پلى و او د ولسوالۍ ودانۍ مخې ته په نظام قراول کې یې د بهرنیو عسکرو له یوه ټانګ سره په ځان پوری چاودیدونکې مواد والوځول چې له آمله یې پنځه ملکیان ووژل او دولس نور ژوبل شوی چې لس یې ملکیان دی .
خو ناټو وایی یوازې دوه عسکر یې ژوبل شوی دی ، خو عینی شاهدان وایی چې بهرنی عسکرو مړی او ژوبل یې لیدلی چې په چورلکو کښې انتقال شوی دی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له مونږ سره په ټلفونې تماس کښې ددې ځانمرګی برید مسوولیت پر غاړه واخیست او ادعا یې وکړه، چې په دې برید کې 11 کورنی او بهرنی عسکر یې وژلی او اووه نور یې ژوبل کړی دی .