رجوع
په افغانستان کې به بهرنی عسکر پاتې وی
تاريخ النشر: 1390/02/20 0:0رمز الخبر: 5294المصدر: ایرکا خبری آژانس

زمونږ خبریال له کابله راپورراکړ په افغانستان کې د ناټو او امریکائی ځواک قوماندان جنرال ډیویډ پیټراؤس نن دخبریالانوپه تول کې مدعی شو چې افغانستان دترهه ګروډلویوپټنځای دی او بهرنی عسکربه هیڅکله دغه هیوادبیله پرې نه ږدی . هغه ادعا وکړه که بهرنی عسکر له افغانستانه ووځی ،نوممکنه ده القاعدې ډله او وسله وال طالبان بیا هم ددغه هیواد دبې ثباته کولو هڅه وکړی جنرال پییټراؤس زیاته کړه د اسامه بن لادن په وژلې سره هغه څه چې دوی ئې ترهه ګری ګڼی ختمه شوې نه ده او القاعده چینل یو لوی ترهه ګر چینل شمیر ل کیږی . هغه دغه راز دملا عمر او اسامه بن لادن اړیکو ته په اشارې سره مدعی شو د دغو دوو کسانو اړیکې یوازې شخصی رابطه وه او تنظیمی رابطه نه ښکاری
داپه داسې حال کې دی چې د امریکا سیاسی او پوځی چارواکو له دې مخکې تل ویلی دی چې طالبان او القاعده دیوې سیکې دوه اړخونه دی او تر څو چې په افغانستان کې دالقاعدې چینل جرړې وچې نه شی طالبان به وخت په وخت د جنګ ځپلی افغانستان لپاره ستره خطره وی