رجوع
ننګرهار کې د پولیسو د اکاډمۍ استادانو پر موټر ځانمرګۍ برید شوی
تاريخ النشر: 1390/02/28 0:0رمز الخبر: 5375المصدر: ایرکا خبری آژانس

د جلال آباد ـ تورخم په لویه لار د ننګرهار پولیسو اکاډمۍ د استادانو موټر پر نن مازدیګر یوه ځانمرګۍ برید شوی چې په پایله کې 10 کسان ټپی شوی دی.
دننګرهار د عامی روغتیا روغتون رییس ډاکټر سیف الرحمن ابراهیم خیل وویل، هوایی ډګر ته څیرمه د ننګرهار د پولیسو اکاډمۍ پر استادانو یوه ځانمرګۍ برید شوی.
دهغه په وینا ، په دې برید کې 10 تنه ټپی شوی چې د درملنې په موخه روغتون ته راوړل شوی خو د ټپیان د پیژندګلوی په اړه یې له معلوماتو ډډه وګړه .
د ننګرهاروالی ویاند احمدضیا عبدلزی وویل، دغه برید یو ځانمرګۍ برید وو چې ،د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه درلود.
د عبدلزی په وینا، دغه برید د ننګرهار پولیسو اکاډمۍ د استادانو پر موټر شوی.
دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې وړاندې هم په یاد ولایت کې د اکاډمی د استادانو پر موټر ورته برید شوی وو چې مرګ ژوبله یې لرله .