رجوع
زرداری او کلینټن په وروستیو حالاتو وغږیدل
تاريخ النشر: 1390/03/06 0:0رمز الخبر: 5470المصدر: ایرکا خبری آژانس

د پاکستانوولسمشر د امریکا له خارجه وزیری سره وکتل .
د ایرکا خبری اژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیری میرمن هیلاری کلنټن چې نن د یوه سیاسی او پوځی پلاوی په مشرۍ پاکستان ته ولاړه ددغه هیواد له ولسمشر آصف علی زرداری سره وکتل .
د پاکستان د ولسمشرۍ د دفتر یو غړی وویل د امریکا خارجه وزیری د زرداری سره په نیم ساعت خصوصی خبرو اترو کښې د امنیت او د دواړو هیوادونو د ترینګلو اړیکو په هکله خبرې اترې وکړی او وروسته د اسلام آباد او واشنګټن د چارواکو رسمی خبرې اترې پیل شوی . ددغه خبر له مخې خبریالانو چې لږ دغې کتنې ته ورپیښودل شول ویلی دغه خبرې اترې خوندوری نه وی او زراداری او میرمن کلنټن هم صمیمی نه ؤ . میرمن کلنټن د پاکستان ولسمشر او د دغه هیواد نورو مشرانو ته وویل چې امریکا له پاکستان سره ټینګو اړیکو ته دوام ورکوی او پر دې ژمنه ولاړه ده چې له پاکستان سره به ملګرتیا او ملاتړ کوی . هغې وویل پاکستان د ترهه ګرو د مرکزونو پرضد د اقداماتو په برخه کې تل هغه څه نه دی کړی چې امریکا ترې غوښتی دی.
په دغو خبرو اتروکښې د پاکستان لومړی وزیریوسف رضا ګیلانی ، د پوځ قوماندان کیانی ، خارجه وزارت سرپرستی حنا ربانی او خارجه وزارت مرستیال سلمان بشیر د امریکا لخوا هم لوی درستیز مایک مولن او اسلام آباد کښې د امریکا سفیر کامرون مونتر او د پلاوی نورو غړو برخه درلوده .