په داسې حال کې چې د پآکستان ددفاع وزارت یولوړ پوړی پلاوی د هند او پاکستان دسرحدی ستونزوپه باب دخبرو اترو په اړه په ډیلی کې دی د هندوستان لومړی وزیر من موهن سنګ د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې پاکستان باید په دغه هیواد کې د ترهه ګرو د کنټرولولو لپاره اغیز من اقدامات وکړی ځکه په پاکستان کې د ترهه ګرو شتون ددغه هیواد بهرنی سیاست ته دروند ګوزار وکړی . دا په داسې حال کې دی چې د کشیمراو سیاچین سیمو په باب د هند او پاکستان د لوړپوړو چارواکو ترمینځ د خبرواترو دولسم پړاؤ په نوی ډلی کې نن له څلورکلن ځنډه وروسته پیل شوی دی . همداراز د هندوستان دفاع وزیر اې کی آنتونی هم په همدا وروستیو ګې ویلی دی هند له خپلو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو درلودل غواړی مونږ خپل دوستان بدلولی شو خو خپل ګاونډیان نه شو بدلولی او دا حقیقت دی چې مونږ د ګاونډیانو امنیت خپل امنیت ګڼو او دغه ډول امنیت سیمه له هرډول بلا غوښتنو خوندی ساتلی شی