
له کابل څخه د فرانسی خبری اژانس د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن د ناټو تر مشرۍ لاندې بهرنیو ځواکونو ته خبرداری ورکړ چې له دې وروسته د وسله والو مخالفانو د تعقیبولو لپاره اجازه نه لری چې د خلکو پر کورونو چاپې واچوی او په دا ډول حملو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلو په خاطر یې نور د صبر کاسه په نسکورېدو ده.
ولسمشر کرزی په کابل کې یوې خبری غونډې ته وویل افغانانو د ناټو دا تاکتیک پوره تجربه کړی چې د افغانستان د حاکمیت سرغړاوی کوی.«که دوی د افغانانو پر کورونو هوایی بمبارۍ ونه دروی، په افغانستان کې به نړیوال ځواکونه اشغالګرې قواوې وګڼی چې د افغانانو د خوښې خلاف افغانستان ته راغلی دی.
هغه زیاته کړه نړیوالې ټولنې له موږ سره ډېره مرسته کړې خو د دې مانا دا نه ده چې د افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی، د افغانانو ژوند نه شی جبرانېدای او که بهرنیو ځواکونو بمباریو ته دوام ورکړ، دوی ته به د غاصبانو په سترګه وګورو او تاریخ شاهد دی چې افغانان له غاصبانو سره څه کوی.
هغه بهرنیو ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې پوهه شی افغانستان ته د ترهګرۍ ضد جګړې ته راغلی نه د افغانستان له خلکو سره جنګ ته او باید حکومت د پیاوړتیا او ملی وحدت په تحقق کښې مرسته وکړی . کرزی دا هم وویل چې د ناټو قومندانانو ته یې په سلګونو ځلی خبرداری ورکړی دی.
ولسمشر کرزی سږنی کال د افغانانو لپاره برخلیک ټاکوونکی وباله او ویې ویل سږکال له بهرنیانو افغان ځواکونو ته امنیتی چاری سپارل کیږی چې په زغم سره باید تحقق وموی .
هغه په افغانستان کښې د ګاونډیانو د رول په هکله وویل مونږ باید په هرو شرایطو کښې له ګاونډیانو سره ښه واوسو ځکه بهرنیان به ولاړ شی خو ګاونډیان به همدلته وی .
کرزی د واشنګټن او کابل تر مینځ د ستراتیژیکو ملګرتیاوو د تړون په هکله هم وویل دغه تړون به په ولسی جرګه کښې رد او یا د خلکو د استازو لخوا تصویب شی.
هغه القاعده د افغانانو دښمن وباله اوویې ویل ځینی عملیات د افغان طالبانو په نامه کیږی ، چې البته ځینی هم همدوئ کوی چې دا له خلکو سره خیانت دی او نن سبا جنګ دومره مبهم دی چې دښمن نه دی معلوم او هره ورځ لا مبهم کیږی .