رجوع
وکیلانو خپله نننۍ غونډه په میزونو ډبولو پاى ته ورسوله
تاريخ النشر: 1390/03/21 0:0رمز الخبر: 5653المصدر: ایرکا خبری آژانس

ولسی جرګې د حکومت لخوا د باور رایو اخیستلو لپاره د اوو تنو سرپرستو وزارتونو پرځاى د نویو کاندیدانو د نه معرفی کېدو په غبرګون خپله عمومی غونډه د اعتراض، چوپتیا او د میزونو په ډبولو سره پیل او پاى ته ورسوله.
جمهور رئیس کرزی یوه اونۍ مخکې ژمنه کړې وه، چې ډېر زر به ولسی جرګې ته نوی وزیران د باور رایو اخیستلو لپاره معرفی کړی، خو دغه کار یې تر اوسه نه دى ترسره کړى.
د ولسی جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمی د شنبې په ورځ د حکومت لخوا په دې برخه کې د نه پاملرنې له کبله خواشینی څرګنده کړه او ویې ویل، که چېرې حکومت دغه چارواکی دوى ته د باور رایو اخیستلو لپاره زر معرفی نه کړی، نو وکیلان به تر پنځسو ورځو پورې خپلې عمومی غونډې د اعتراض په توګه پاى ته ورسوی.
په همدې حال کې د ولسی جرګې غړى محمد حسین فهیمی هم د سرپرستو وزارتونو پرځاى د نورو نویو کاندیدانو د نه معرفی کېدو په غبرګون کې خبردارى ورکړ، که چیرې حکومت په راتلونکو څو ورځو کې دغه چارواکی د باور رایو اخیستلو لپاره ور ونه پېژنی، نو ولسی جرګه به له هر راز قانونی او مشروع لارو چارو څخه کار واخلی.
خو د ولسی جرګې غړی ډاکتر رمضان بشردوست او ارین یون په دې نظر دی، چې د ولسی جرګې داشان اعتراضیه او خاموشانه غونډې بې ګټې دی او یواځې د وخت له لاسه ورکول دی.
دا په داسې حا ل کې ده، چې د کابینې اوه تنه غړی، د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت سرپرست امیرزى سنګین، اوبو او برېښنا سرپرست محمد اسمعیل، د ترانسپورت او هوایی چلند سرپرست داود علی نجفی، د لوړوزده کړو سرپرست محمد سرور دانش، د عامې روغتیا سرپرسته داکترثریا دلیل، د ښځو چارو سرپرسته حسن بانو غضنفر او د ښاری پراختیا وزارت سرپرست سلطان حسین حصاری، د سرې میاشتې رئیس، د ملی امنیت رئیس او د ستر محکې درې تنه غړی له اتلسو میاشتو راهیسې له تېر ې ولسی جرګې څخه د باور رایو د نه اخستلو له امله خپلې چارې د سرپرستۍ په حال کې پرمخ وړی. بل پلو و موغوښتل، چې په دې اړه د حکومت د مطبوعاتی چارواکو نظر واخلو خو په اخستلو یې ونه توانېدو.