رجوع
د سیمې ملتونه د دوستۍ او عدالت په سیورې کې سوله ، آرامښت او هوساینه غواړی
تاريخ النشر: 1390/03/25 0:0رمز الخبر: 5714المصدر: ایرکا خبری آژانس

د اسلامی ایران ولسمشر وویل آسیا او اور آسیا په نړۍ واکمن عمومی بهیر اومدیریت د ملتونو ، سولی او عدالت اپه ګټه بدل کړی .
د ایرنا د راپور له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر محمود احمدی نژاد نن د قزاقستان په پلازمینې آستانه کې د شانګهای د ملګرتیا د مؤسسې په سرمشریزه کې د آسیا او اورآسیا د هیوادونو د بې سارو سیاسی ، کلتوری ، اقتصادی او تمدنی ظرفیتونو او فرصتونو أه باب وینا وکړه او ویې ویل آسیا او اورآسیا د یوه بل په مرسته د سلطې د نظام بې خرته قدرت کنټرولولای شی .
داسلامی ایران ولسمشر د استعمار ،اونیواکګریو د پړاؤ ، د نشه ایزو توکو ، ترهه ګرۍ او سرزورۍ د پراختیا ، د نا آمنیو د زیاتیدا او نړیوال اقتصادی کړکیچ د علتونو په باب پوښتنې مطرح او ویې ویل د سیمې یو حکومت او ملت هم په دغو تاریخی ناولتیاوو کې رول نه دی درلودلی او ددغه ټولو بدبختیو مور په نړۍ د مریتوب او استعمار د پړاؤ مدیران دی .
هغه زیاته کړه د سیمې ملتونه تل د دوستۍ او عدالت په سیورې کې سوله ، آرامښت او هوساینه غواړی او انسانی کلتور یې ګډوله ده .
د شانګهای د ملګرتیا دمؤسسې لسمه سرمشریزه نن د قزاقستان په پلازمینې آستانه کې پیل شوه.
. چین ؛ روسیه ؛ قزاقستان ؛ تاجیکستان ؛ ازبکستان ؛ قرقیزستان د شانګهای دایمی او ایران ؛ پاکستان و هند وستان څارونکی غړی او افغانستان ځانګړی میلمه دی .