رجوع
د ایران دفاع وزیر د افغانستان له ولسمشر او د هغه له مرستیال سره وکتل
تاريخ النشر: 1390/03/29 0:0رمز الخبر: 5753المصدر: ایرکا خبری آژانس

زمونږ د خبریال د راپور له مخې د ایران داسلامی جمهوریت دفاع وزیر برید جنرال احمد وحیدی نن په کابل کې د افغانستان له ولسمشر حامدکرزی سره وکتل .
ښاغلی کرزی په دغه کتنه کې په 32 کلونوکې د ایران دملاتړونو قدرونه وکړه او د افغانستان د بیارغونې ، آمنیت او ثبات لپاره یې ددغو مرستو او ملاتړونو د دوام غوښتنه وکړه .
هغه د ایران خارجه وزیر ته وویل دغه سفر باید تردې مخکې شوی وای .
د ایران دفاع وزیر هم د افغانستان د آمنیت او ملی ودې په زمینه کې د ملګرتیا لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل دغه چارې د ایران د بهرنی سیاست لومړیتوب دی . هغه وویل د افغانستان د ستونزو اصولی حل لاره سیمه ایزې او ملی حل لاری دی څو په دغه هیواد کې سوله ، ثبات او آمنیت ټینګ شی .
د ایران دفاع وزیر وویل د افغانستان او په کلی ډول د مینځنی ختیځ د نا آمنیو جرړه په سیمه کې د پردیو شتون دی چې د خپلو ناروا ګټو د تامین لپاره یې د سیمې سوله ، آمنیت او آرامښت ګډوډ کړی دی .
وحیدی وویل د افغانستان ملت یوازې نه دی او ایران او درست اسلامی هیوادونه د هغه تر څنګ دی .
همدغه راز یو بل خبر وایی د ایران داسلامی جمهوریت دفاع وزیر برید جنرال احمد وحیدی د افغانستان دولسمشر له لومړی مرستیال مارشال قسیم فهیم سره هم وکتل .
د افغانستان دولسمشر لومړی مرستیال په دغه کتنه کې وویل د دواړوهیوادونو اړیکې دایمان ، عقیدی او د واړو هیوادونو د ملتونو په هوډ ولاړی دی او له ایران سره زمونږ اړیکې یوازې سیاسی او د تعارف له مخې نه دی ، بلکه د تاریخی ګډولو پر اساس دی .
دایران دفاع وزیر هم په دغه کتنه کې وویل افغانان دا وس لری چې خپل امنیت په خپله وساتی .
همدغه راز دایران دفاع وزیر له پریس ټی وی سره په مرکه کې د تهران او کابل دفاعی ملګرتیاوی د سیمې د امنیتی شرایطو د ښه کیدا شرط وباله .
هغه د افغانستان او ایران د دفاعی اړیکو د پراخیتا په لاره کې ځینو مخالفتونو ته په اشارې سره وویل په دی اړه په کابل او تهران کې سیاسی ارادی موجودی دی ، څو دغه اړیکې لا پراخې شی .
وحیدی وویل واشنګټن ادعا کوی افغانستان کې آمنیت ټینګوی ،خو عمل کې بل څه کوی ، نو ځکه خووینو چې په تیرولسو کلونو کې د افغانستان آمنیتی وضعیت لا خراب شوی دی ، او که په سیمه کې امریکایان نه وی ، د سیمې آمنیت به خورا زیات شی .