رجوع
دکابل اینټر کانټیننټل هوټل په نښتې کې 18 تنه ووژل شول
تاريخ النشر: 1390/04/08 0:0رمز الخبر: 5848المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د کور نیو چارو د وزارت ویندوی وویل، وسله والو کسانو چې په انټرکانټیننټل هوټل حمله کړې وه، 8 ځان وژونکی ووژل شول.
دغه حمله برید تېره شپه لس بجې پیل شوه او 5 ساعته یې دوام وکړ. او 8 ملکیان ، او دوه پولیس هم وژل شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایی دغه برید ختم شو او تصفیوی عملیات هم شوی دی او څوارلس کسان هم ژوبل دی
له بلې خوا د افغانستان د ملی آمنیت د اداری ویندویی هم ویلی دی ممکنه د هوټل د کارکوونکو او آمنیتی ځواکونو لخوا له برید کوونکو سره مرسته شوی وی او مونږ په دې اړه څیړونې کوو
دناټو ویندوی هم ویلی دی چې د درې حمله کونکی د هوټل په بام کې وو، چې یوه چورلکه مو واستوله او په دوی یې برید وکړ، خو معلومه نه ده چې په دې حملې کې څوتنه وژل شوی دی.
خبر زیاتوی چې ، دکابل اینټر کانټیننټل هوټل پرودانۍ اور لګیړلی ا و ، لومړی او دوهم پوړ یې اور اخیستی ؤ،اوس دډزو غږونه نشته ، دپولیسو دموټرو او اوروژونکو ګاډو اوازونه ترغوږوکېږی
دکابل امنیه قوماندان ایوب سالنګی افغان رسنیو ته وویل چې پولیس او امنیتی ساتونکی په مېلمنو پسی ګرزی . هغه وایی چې دم ګړی دمرګ ژوبلی په اړه څه نشتی ویلای ،خو په اینټر کانټیننټل هوټل کې دننه کوټه په کوټه تالاشی پیل شوې ده .
خبر وایی چې ، لومړی په چورلکې دهوټل له بامه دراکټو برید وشو خو پرې ونه لګیده.
دا برید په داسی حال کې تر سره شو چې پرون په دغه هوټل کې غونډه وشوه او پکې ځینو والیانو ،لوړپوړو چارواکو او ځینو استخباراتی مامورینو برخه لرله.
دطالبانو ویندوی رسنیو ته ویلی چې په پېشه کې 50 ځایی او بهرنی پوځیان یې وژلی دی .