په ننګرهار کې د مشرانوجرګې د شپږکسیزې پلاوی مشر وایی چې په ختیځو ولایتونو کې یې له قومی مشرانو او جهادی قومندانو سره کتلی ترڅو پر کونړ او جلال آباد باندې د پاکستان توغندیز بریدونه ته د حل لارې چارې ولټوی. ددې پلاوی مشر عبدالحنان حق ویون تیره ورځ ناوخته په جلال آباد ښار کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل: «افغان دولت باید ددې ستونزې د حل لپاره یوه سیاسی لاره ولټوی،او دا ستونزه بی له سیاسی لارې په بله لاره نه حل کیږی.» هغه زیاته کړه چې ،دوی څو ځلې په دې اړه دولت ته ویلی خو افغان دولت تر اوسه پورې په دې اړه کوم جدی اقدام ندی کړی. حق ویون زیاته کړه چې ، اوس دوی دکونړ او ننګرهار له ولسونو سره یو شوی که چیری دولت ددې کار مخه ونه نیسی نو دوی به له ولسونو سره یوځای وسله وال لاریون وکړی چې پایلې به یې ددولت په غاړه وی. په مشرانو جرګه کې د کونړ استازی رفیع الله حیدری په دې خبری غونډه کې وویل چې ، تر اوسه پورې د پاکستان په دې بریدونو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ګڼ شمیر افغانان مړه او ټپیان شوی. د حیدری په وینا،پاکستان تر اوسه پورې دننګرهار د ځینو سرحدی سیمو برسیره د کونړ پر نګلام،شیګل ،سرکاڼو او خاص کونړ توغندیز بریدونه کړی. هغه دولت ته کواښ وکړ او وویل چې که دولت ددې بریدونو مخه نشی نیولی نو مشرانو جرګه او دننګرهار او کونړ ولسونه به ددې بریدونو مخه ونیسی. دا په داسې حال کې ده چې ، د 201سیلاب قول اردو دمطبوعاتی مسوول محمدنعمان عاطفی په وینا ، دوه شپې وړاندې د کونړ ولایت په ځینو سیمو دپاکستان لخوا توغندیز بریدونه شوی چې ډیرۍ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.