رجوع
کابل بانک په کړکېچ کې ښکېل 25 کسان ونیول شول
تاريخ النشر: 1390/04/12 0:0رمز الخبر: 5886المصدر: ایرکا خبری آژانس

د ایرنا د راپور له مخې د افغانستان لویی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظری وویل د کابل بانک په بحرانی کېدو کې د لاس لرلو په تور د دریو هندیانوپه ګډون د دغه بانک 25 کارکوونکی او د افغانستان بانک د مالی خطرونو د څانګې مشر ونیول شول او کیدای شی یو شمیر نور هم ونیول شی
دا په داسې حال کې ده، چې د ملی امنیت موظفینو دوې ورځې مخکې د لویې څارنوالۍ په امر د کابل بانک دوه ستر سهم لرونکی او پخوانی مشران (شېرخان فرنود او خلیل الله فروزی) نیولی وو.
عبدالقدیر فطرت، چې څو ورځې مخکې یې د افغانستان بانک له ریاست څخه استعفا ور کړې ده، ویلی و، چې له کابل بانک څخه، له ټکټانې سره شاوخوا 910 میلیون ډالر پور په نا قانونه توګه اخیستل شوى دى. خو لویې څارنوالۍ له انټرپول او د امریکا له سفارت څخه د فطرت، چې دغه مهال په امریکا کې دى، د راستنولو غوښتنه کړې ده.
د کابل بانک د موضوع د څېړنو په موخه د ولسمشر حامد کرزی د فرمان له مخې له اداری فساد سره د مبارزې د عالی ادارې د مشر ډاکتر عزیز الله لودین په مشرۍ یو ځانګړى کمېسیون جوړ او په اړه یې پلټنې وکړې.د دغه ادارې د راپور له مخې، له کابل بانک څخه د دولتی چارواکو په ګډون 207 تنو نا قانونه پورونه اخیستی دی.
کابل بانک وروسته له هغه، چې د افغانستان بانک تر کنټرول لاندې راغى، په دوو برخو ووېشل شو، چې یوه برخه یې د نوی کابل بانک تر نوم لاندې په مالیې وزارت پورې اړوند شوه او بله برخه یې تر تصفیې لاندې ده.د افغانستان بانک ویلی، چې تر اوسه د کابل بانک له اخیستل شویو پورونو 62،5 میلیونه ډالر تر لاسه شوی دی.