د ایلنا د راپور له مخې د افغانستان دولسمشر حامدکرزی مطبوعاتی دفتر د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو ملګرتیاوو د خبرو اترو دوهم پړاو پرون کابل ته د د نوی دفاع وزیر له سفر سره په یووخت پیل شوې او نن یې هم دوام وکړ. دغه خبرې اترې د افغانستان د ملی آمنیت دشورا په فتر کې د دوه ورځو لپاره پیل شوی دی . په دې خبرو کې د امریکا له لوری د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د مرستیال فرانک روجیرو په مشرۍ د دغه هیواد د امنیتی او سیاسی اورګانونو د استازو یو پلاوی ګډون لری. په دې خبرو کېد افغانستان او امریکا پر دوامدارو ستراتیژیکو اړیکو او احتمالاً په افغانستان کې د امریکا د دایمی اډو په باب خبرې کېږی. د افغانستان ولسمشر حامد کرزی ویلی چې پر دې موضوع تر وروستۍ پرېکړې مخکې به لویه جرګه وبولی.