رجوع
طالبانو د ننګرهار په هوایی ډګر برید کړی ؤ
تاريخ النشر: 1390/05/04 0:0رمز الخبر: 6154المصدر: ایرکا خبری آژانس

په کابل کې د ایرکا خبری اژانس د راپور له مخې د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت دوالی ونیدویی احمد ضیا عبدالزی وویل دغه حمله بیګا طالبانو کړی وه چې له آمله یې دوه دوه ساعاته نښته وشوه او دوه امریکایی پوځیان هم ژوبل شول .
هغه وویل طالبان له دغه ناکامه برید وروسته تښتیدلی دی او په دغه جنګ کې چورلکی هم کارول شوی دی
افغان چارواکی د2 پوځیانو دټپی کېدو خبره تایئده وی او وایی چې یو کس یې په سیمه کې دبرید وروسته نیولی دی .
عینی شاهدانو وویل چې په لومړی سرکې دسپکو وسلو له ډزو سره یوځای درنې ډزی هم پیل شوې چې ددوی په اند داوږې راکټی وې .
دا چې دننګرهار هوایی ډګر په ختیځ کې دامریکا یی ځواکونو یوه یوه مهمه اډه ده . دغه هوایی ډګر ته دناټو ځواکونو د«کیلی» په سترګه کتل کېږی.
پر یاد هوایی ډګر دوسله والو طالبانو دغه برید که څه هم دچارواکو په وینا بریالی نه وو خو دامریکا یی ځواکونو لپاره اندېښمن وو. تر برید وروسته په سیمه کې کابو تر سهاره څرخی الوتکو په ټیټه فضا کې الوتنې کولې او ټوله شپه دتورخم جلال اباد لویه لاره بنده وه .
دا په داسی حال کی دی چې طالبان وایی مونږ تکتیکی چاودنې وکړی او د افغان عسکرو دوه رنجر مو وران کړلذ او له هغې وروسته امریکایانو د افغان ملی اردو په عسکرو برید وکړ او درنه مرګ ژوبله یې واړوله