رجوع
پکتیا کې د نړیوالو ځواکونو چورلکه بیړنۍ ناسته کړې
تاريخ النشر: 1390/05/17 0:0رمز الخبر: 6265المصدر: ایرکا خبری آژانس

دپکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په سیمه کې د نړیوالو ځواکونو یو چورلکه بیړنۍ ناسته کړې ده.
په خوست کې د نړیوالو ځواکونو له مطبوعاتی دفترڅخه ایرکا خبری آژانس ته په یوه را رسیدلې خبرپاڼه کې راغلی چې تیره شپه د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو یوه چورلکه بیړنۍ ناسته کړې.
خبرپاڼه زیاتوی چې په دې ناسته کې کوم چاته زیان ندی اوښتی او یاده پیښه د تخنیکی ستونزو له کبله رامنځته شوې ده.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې ، بیګاه 4 بجې د پکتیا د زرمت ولسوالۍ دسهاکو په سیمه کې د نړیوالو ځواکونو یوه چورلکه ددوی د ځواکونو لخوا ویشتل شوې .
مجاهد زیاته کړه چې په دې پیښه کې 33 آمریکایی سرتیری وژل شوی خو نړیوالو ځواکونه او افغان امنیتی چارواکی دا خبره نه منی.
دا په داسې حال کې ده چې درې شپې وړاندې د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د تنګی په سیمه کې د نړیوالو ځواکونو د یوې چورلکې د را نسکوریدو له امله 31 امریکایی ځانګړی سرتیری او 7تنه افغان ملی اردو سرتیری وژل شوی وو.
دیادونې وړ ده چې په دې اوونۍ کې دا دوه یمه چورلکه ده چې د تخنیکی ستونزو له کبله بیړنۍ ناسته کوی چې یوه یې درې ورځې وړاندې په خوست ولایت کې بیړنۍ ناسته کړې وه.