رجوع
دامام حسن نیکمرغه زوکړه او دهغوی غوره احلاق
تاريخ النشر: 1390/05/24 0:0رمز الخبر: 6363المصدر: ایرکا خبری آژانس

ددریم قمری کال دروژې دمبارکې میاشتې په نیمائۍکې دامامت په آسمان کې یوبل ستوری وځلیدهّ اوپخپل نورسره ئې نړۍ رڼا کړه .په دغې ورځې دحضرت امام علی اوحضرت فاطمةالزهراعلیهم السلام له رحمته په ډک کورکې دهغوی بزرګوارانودلومړنی بچی په زوکړې سره بله رڼاوغوړیده . دغودوولویانوخپل ماشوم دخدای رسول ته یوړ څودهغه لپاره نامه غوره کړی .پیغمبراکرم هم دخدای په حکم دهغه نامه حسن چې د نیک اوخوښ معنالری کیښوده .
امام حسن داویاړ درلودچې اوه کاله ئې دخپل نیکه اوداسلام د ګران پیِغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)دمهربانۍاوعظمت ترسیوری لاندې تیر کړل . دوی په دغه اوچتوفرصتونوکې دپیغمبراکرم له نورانی وجوده ډیره استفاده وکړه اوله دې وروسته دیرش کاله د خپل پلار بزرګوار حضرت امام علی علیه السلام یوریښتونی ملاتړې اوهوښیارشاګردؤ.دوی دخپل پلارمټ په مټ له منافقانواوغړیدلو سره مقابله وکړه اوپه ډیروسختوپیښوکې دحق دحکومت دتثبیتولو لپاره قربانۍورکړې .امام حسن دخپل نیکه بزرګوارپه شان تل دژوند په ټولوچارو کې له زغم اوصبره کاراخسهّ . له دې امله یې په تیره بیا دخپل امامت په لس کلن پړاؤ کې ډیرکړاؤنه اوسختیانې وزغملې . په دې شیبو کې دامام حسن علیه السلام دنیکمرغه زو;ړې په مناسبت یو ځل بیادمبارکۍ په ویلو سره دهغه بزرګواردکمالاتوله سمندره یوڅو ملغلرې وړاندې کوو .
دحضرت امام حسن علیه السلام له نظره هغه څه چې دیوکس انسانیت نندارې ته وړاندې کوی،ښه اونیک اخلاق دی . په نننۍ مادی نړۍ کې هم له هر څه زیات د بشری ټولنې ضرورت د انسان غوره اونیک اخلاق دی .دغه موضوع دومره اهمیت لری چې داسلام ګران پیغمبر دخپل رسالت دموخو په باب فرمائی :،زه د غوره اخلاقو د بشپړولولپاره رالیږل شوی یم :. په همدې اساس اخلاقی ښکلاوې او لویوالی بایددپیغمبر اکرم اودهغه بزرګوارپه پاکواهل بیتو کې ولټوو.ځکه دوی له دې زیات چې څه ووائی ، په عمل کې هغه ټولو ته ښئ . د روژې په مبارکې میاشتې کې چې د نیکو اخلاقو په فضایلو دښکلی کیداوخت دی ،اودامام حسن علیه السلام دنیکمرغه زوکړې په ورځ بیدهّ ده چې داخلاقی فضایلوددغې بیلګې له خولې داخلاقی کرامتونونښې نښانې واورو .امام بزرګوار په یوې وینا کې چې په تحف العقول نومې کتاب په 323 صفحې کې هم راغلی دی ،غوره اخلاق په لسو اصلوکې بیانوی . یعنی ،ریښوتونوالی په تیره بیا د سختیوپه وخت رښتیا ویل ،اړمنوته بخښل ،ښه اخلاق ،دنورو کارونوته ارزښت ورکول، صله رحم ،له ګاونډیانوسره ښه چلند ، ددوستانوپه باب حق پیژندنه ،میلمه پالنه اوددغوټولوپه سر کې د حیادرلودل .
د هغه بزرګوارپه نظر کې په دغولسو فضیلتونوکې یوریښتیا ویل دی چې دټولوخبرواساس دی .خداوندمتعال دروغجنوته دسخت عذاب ژمنه ورکړې دی اودایوه کبیره ګناه شمیرل شوې ده انسانان په هغې زمانې کې چې له هرنظره ځان په امنیت اوقدرت کې احساس کوی،ډیرلږ دروغوته مخه کوی .البته داخلاقی کرامت اوکړن لارې په توګه دیوه سم انسان ریښتیاویل،هاله آزمویل کیدلی شی چې هغه په دباؤاوتنګڅې کې وی .څوک چې دسختۍ اواړتیاپه اوج کې دې ته حاضردی چې صداقت خپله دنده وګڼی اودګټې دجلبولولپاره دروغ ونه وائ،هغه څوک دی چې صداقت دهغه دچلندسرچینه ګرځیدلې او په حقیقت کې ریښتیاویلوته پابند دی .
دامام حسن له نظره غوره اخلاقویوه بله نښه اړمن ته بخښل دی، خدای پاک دقرآن پاک په ډیر وآیتونوکې اړمنواومحتاجوته دخپل مال دیوې برخې بخښل یودینی اواخلاقی فرض شمیری .په ځینووختوو کې انفاق اوبخښل یوه سخته چاره ده .ځکه چې ددیناله مال سره دلچسپی انسان وسوسه کوی اوپه آسانۍسره انسان ته ددغه ډول کار اجازه نه ورکوی .له دې امله حضرت امام حسن په یوې بلې ویناکې اړمنوته په خطاب کې فرمائی :،دچاوخواته مه ورځئ مګرداچې دهغه دبخښنې ته هیله من نه یاست :.
دحضرت امام حسن علیه السلام په سیرت کې راغلی دی چې هغه بزرګواردوه ځله خپل ټول مال او شتمنی دخدای په لاره کې بخښلې اوخپل امکانات ئې دنیکۍ په لاره کې کارولی دی تر دې چې داهل بیتوپه کریم مشهور شو . هغه بزرګوارپخپل سخاوت سره داړمنو،بې څوکه اودردمنوزړونوته دآرامښت بخښونکی ؤ .
خوش اخلاقی اوورین تندی یو بل فضیلت دی چې امام حسن دا د اخلاقی کرامت نښه ګڼلې، دنورودجذبولوخورا مهم عامل همدغه اخلاقی فضیلت دی . خدای وند متعال هم د اسلام ګران پیغمبر د هغه دښواوغوره اخلاقواوخوی په خاطر ستائی .امام حسن هم پخپله یوه خوراخوش اخلاقه انسان ؤ . هغه بزرګوار په هغه چلند سره چې له خلکوسره ئې درلود،حتی په ځینوموردونوکې ئې خپل مخالفان او دښمنان هم جذبول .د شام له یوه بوډا سړی سره د هغه بزرګواردچلند حکایت چې امام حسن ته ئې بد رد ویل ،ددغې مدعالپاره یو مثال دی . له دغه ګمراه کس سره دامام بزرګوار له مهربانۍ ډک چلندداسې ؤ چې هغه کس داهل بیت علیهم السلام دمینه والوپه لیکه کې شامل شو .
دحضرت امام حسن علیه السلام له نظره دنوروکارونوته اهمیت ورکول دغوره اخلاقویوه بله نښه ګڼلې ده. انسان بایددنوروکارونه که څه هم واړهّ وی،بې ارزښته ونه ښئ،هر هغه نیک کاراوښیګڼه چې ترسره شی،دستاینې وړده که څه هم دانسان په ګټه نه وی ،دادخدای پآک یوصفت دی چې بېله دې چې هغه ته کومه ګټه ورسوی د انسان د نیکوکارونوانعام ورکوی .نوځکه انسان ددغې روّئې پخپلولوسره په دغه الهی صفت ځان پوښلی شی .
صله رحم اوله خپلوخپلوانوسره یو ځائی کیدل هم د امام حسن له نظره دیوه اخلاقی فضیلت په توګه بلل شوی دی . دهغه بزرګوار له نظره، دخپلوخپلوانولمن بایدتوکم اودوینې اړوندوالی ته محدوده شی ځکه چې اسلام امت دتوکم اومیلیّت په وجه نه بلکې دعقیدې،ایمان،دوستۍاومینې له پلوه سره یو ځای کوی . له دې امله هغه بزرګوارپه یوې ویناکې چې دتحب العقول نومې کتاب په 304 صفحې کې راغلی دی ،فرمائی :،خوشبخته هغه څوک دی چې دوستی اومینه هغه سره نزدې کړی وی اوکه څه هم دتوکم له پلوه سره لیرې وی (اودبل توکم وی) اوپردی اوبیګانه هغه څوک دی چې ددوستې او مینې له پلوه لیرې وی که څه هم دتوکم له نظره نزدې وی (اوله خپل نسله وی )
یوه بله موضوع حضرت امام حسن هغه دغوره اخلاقویوه برخه ګڼی،له ګاونډی ملاتړدی .حضرت امام علی علیه السلام فرمائی داسلام ګران پیغمبرحضرت محمدمصطفی (ص) دګاونډی دحق په باب دومره سپارښتنه کړې چې ماګمان وکړ ګاونډی له ګاونډی ارث اخلی . دامام حسن په سیرت کې نقل شوی دی چې دهغه په ګاونډکې یوه یهودی کورنۍاوسیده دیهودی دکوریودیوال کې درز راغلی ؤ او دغه درز دامام حسن کورته هم تاوان رسولی ؤ،یهودی کس له دغې موضوع خبر نه ؤتر دې چې یوه ورځ دیهودی میرمن دیوې غوښتنې لپاره دامام کورته ورغله اومتوجه شوه دهغوی خرابی دامام کورته هم تاوان رسولی دی .نوسملاسی خپل خاوندته ورغله او هغه ئې له دغې موضوع خبرکړ.یهودی دامام حضورته ورغی اوله دې چې هغه بزرګوارپه دغې مودې کې چپتیاغوره کړې وه اوخپګان ئې نه ؤ څرګند کړی شرمنده شو .امام حسن هم دهغه په ځواب کې وفرمایل ؛، له خپل نیکه رسول .. . بزرګواره مې آوریدلی چې فرمائلی ئې دی له ګاونډی سره نیکې اومهربانی وکړئ ؛.
دامام حسن علیه السلام کړن لاره اودهغه مهربان کلام پر یهودی دومره اغیزې وکړې چې له اما م بزرګواره ئې وغوښټل اسلام ته دهغه لارښونه وکړی
ددوست په هکله حق پیژندنه هم د امام حسن علیه السلام په نظر کې دغوره اخلاقویوه بله نښه ده . البته داموضوع د امام بزرګوار له نظره یولړ شرطونه لری .په دغو شرطونو کې دا چې دانسان دوست پرسمې لارې روان وی . په دې باب هغه بزرګوارپه یوې بلې ویناکې خپل زوی ته سپارښتنه کوی اوفرمائی :، ای زویه ،له چاسره ورورولی مه کوه مګرداچې له حالاتو ئې ښه خبرشې اوکله چې دې له هغه سره تاسته پاسته خوښه شوه،له هغه سره ورورولی وکړه،په دې شرط چې له هغه سره په ناستې پاستې کې دهغه پرتیروتنې سترګې پټې کړې او په سختیوکې ورسره ملګرتیا وکړې :.
میلمه پالنه اودهغه چااحترام کول چې دمونږکتنې ته راغلی، دامام حسن له نظره داخلاقی فضیلت یوه بله نښه ده .هغه بزرګوارپخپله په میلمه پالنه کې مخکښ ؤ اوهرڅوک دهغه کورته ورتهّ نو له خاص احترامه به برخمن کیدهّ . امام بزرګوار حتی د مدینې د کوڅو اړمن کسان خپل کورته بلل اودهغوی احترام ئې کاوهّ .
هغه بزرګوار په دغه کلام کې داخلاقی فضیلتونودنښو نښانو ډیرې ځانګړنې بیان کړی دی . او ددې سپارښتنه کوی . خوپه وروستۍ جملې کې ئې پرشرم اوحیاټینګارکړی اودائې دټولو اخلاقی فضیلتونوپه سر کې بللې . داچې امام حسن علیه السلام حیادټولو چاروپه سرکې ګڼی،له دې امله ده. حیاددین اوعقل همیشنۍ ملګرې ده. امام بزرګوارپه یوه بل ځای کې هم فرمائی ؛. څوک چې حیا نه لری نو هغه دین نه لری .
دوستانو هیله من یو د اهل بیت علیهم السلام دنیک سیرت په پیروۍ سره د هغو بزرګوارانو د ریښتنی لاره لارویان شو.یو ځل بیا د حضرت امام حسن علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسب تاسو ټولو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکی وایو .