له قاهری د فرانسی خبری اژانس د راپور له مخې په مصر کې د لیبیا د انتقالی ملی شورا استازې عبدالمنعم الهونی د مصر له خارجه وزیر محمد عمرو سره له کتنې وروسته وویل دغه شورا باوری ده قذافی له خپلی کورنۍ سره په طرابلس کې پټ دی . همدغه راز د لیبیا د انتقالی ملی شورا مشر مصطفی عبدالجلیل پرون ویلی دی انقلابیان به هغه په پوره ډ ول بریالی وی چې معمر قذافی ونیسی . له بلې خوا د ترکی خارجه وزیر هم د لیبیا دحالاتو په اړه د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره خبرې اترې کړی دی . احمد داوود اوغلوچې اوس ایتوپیا کې دې او نن شپه به طرابلس ته ځی د خارجه آمریکا، فرانسه، قطر، کانادا، آلمان، ایتالیا، ناروی ، سویډن ، ډنمارک، اماراتو خارجه وزیرانو او د انګلستان د خارجه وزیر له مرستیال سره د لیبیا د حالاتو په دغه هیواد کې د تاوتریخوالې د مخینوې په اړه خبرې کړی او ډیر زر به په استانبول کې د لیبیا د تماس د ډلی غونډه وشی .