رجوع
دقد س نړیواله ورځ،داسلامی یووالی اووحدت نغاره
تاريخ النشر: 1390/06/03 0:0رمز الخبر: 6500المصدر: ایرکا خبری آژانس

د قد س نړیوالو ورځ یو ځل بیا راورسیده او په درستې نړۍ کې په میلیونونو ازادی غواړی واټو نو ته راووتل او د فلسطین له مظلو مو خلکو په دفا ع کې یې د قد س د ازادۍ کو که ووهله .
د ایران د اسلامی جمهو ریت بنسټ ګر حضر ت اما م خمینی رح د 1979 م کا ل په اګست میا شت کې د ایران د اسلامی انقلاب له بریا لیتو به له 6 میا شتو وروسته د روژې د مبا رکې میا شتې وروستۍ جمعه د قد س د نړیوا لې ورځې په تو ګه اعلان کړه .
حضر ت امام خمینی رح د قد س ورځې په منا سبت اعلان وکړ ما په اوږدو کلو نو کې مسلما نا نو ته د غا صب اسراییل خطره وریاده کړه چې اوس یې نن سبا د فلسطینی خویندو او وروڼو پر ضد خپلې څا روی ډوله حملې زیا تې کړ یدی او په تیره بیا د لبنا ن په جنو ب کې د فلسطینی مبارزانو د تباه کو لو په نیت پر له بسې د هغو په کورونو بمباری کو ی ږحضر ت اما م خمینی رح زیا ته کړه زه له درستو مسلما نا نو او اسلامی حکو متو نو غواړم چې د دغه غا صب رژیم او د هغه د ملاتړو د لاسو نو د لنډولو لپاره له یوه بل سره متحد شی او د نړۍ درستو مسلما نا نو ته بلنه ورکوم چې د روژې د مبا رکې میا شتې وروستۍ جمعه چې د قدر ورځې دی او د فلسطینی اولس بر خلیک ټا کلې شی ، د قدس د ورځې په تو ګه انتخا ب او په یو لړ دستورو کې د مسلما نو خلکو له قا نو نی حقو قو په ملاتړ کې د مسلما نا نو نړیوال پیو ستو ن اعلان کړ ی .
په 1979 م کا ل کې په دغې نو مونې پسې د قد س د نړیوالې ورځې دستورې هر کا ل له بل کا له په ډیرې پر تمینتیا سره تر سره کیږی .د قد س نړیواله ورځ له فلسطینی مبارزو خلکو او د قد س شریف تر ازادۍ پو رې د نیواکګرو صیهو نیسټا نو په وړاندې د هغو په مقا ومت پو رې نه محدودیږی .په وروستیو دریو لسیزو کې د قد س نړیواله ورځ د سلطې له نظام او د نړۍ له درستو زور ویو نکیو سره د مبارزې په سمبول بدله شوی ده . اما م خمینی رح په دې باره کې فر ما یلی دی د قد س ورځ هغه ورځ ده چې باید د مستضعفو ملتو نو بر خلیک معلو م شی ، باید مستضعف ملتو نه دوجود اعلان وکړ ی په مقا بل کې مستکبرین باید هما غه ډول چې ایرانی ملت پاڅون وکړ او د مسکتبر ینو سو نګه یې په خاورو ومږله و درست ملتو نه پا څو ن وکړ ی او دغه د فساد جر ثو مې د ګند ټوکریو ته وغو ر ځوی . د اسلامی انقلاب ستر لار ښود د قد س ورځ د اسلامی احیا ورځ ونو موله او په دې باره کې یې فر ما یلی دی د قد س ورځ د اسلام ورځ ده د قد س ورځ هغه ور ځ ده چې اسلام باید احیا کړ ی . اما م خمینی باوری وو د قد س ورځ د اسلام د ژو ند ورځ ده . باید مسلما نا ن په هوش کې راشی باید په هغه قدرت پو هه شی چې مسلما نا ن یې لر ی . د مسلما نانو معنو ی او مادی قدرتو نه چې یو میلیار ډ نفو س لر ی او د خداې ملاتړ لر ی او اسلام او ایما ن د هغو ملاتړی دی ږ له څه باید ویره ولر ی ؟
د قد س نړیوا له ورځ سږکال له نورو کلو نوسره ډیر توپیر لر ی، ځکه چې د قد س شریف ازادۍ ته هیله له بل هر وخت زیا ته د پو ره کیدا ده . هما غه ډول چې امام خمینی رح اټکل کړ ې وو اسلام یو ځل بیا احیا شوې دې . اسلامی ویښتیا د افر یقا له شما له تر فارس خلیج شیخ میشته سیمو پورې پراخه شوی ده.د ظا لمو اواړونده عر بی نظا مو نو ستنې چې د سلطه پا لو لو یدیځو هیوادونو ملاتړ ورسره وو ، دړې وړې شوی او یا د دړې وړې کیدا په حا ل کې دی .مسلما نو ملتو نو اسلام تعلیما تو په توس ل او نورو ټو لو ګروهنو ته له پا مه پرته د ظا لمو نظا مو نو په وړاندې پا څو ن کړې دې . د عر بو مسلما نو ملتو نو پا څو ن د لو دیځ په تیره بیا د امریکا له لوری انحراف ته د دغو پا څو نو نو ورکش ویل نا کا مه کړی دی . امر یکا او د هغې ا روپایی متحدان کو شش کوی په مصر ، بحر ین ، تیو نس ، لیبیا ، یمن او نورو اسلامی هیوادونو کې پا څو نو نه په بیلا بیلو رودو سره له خپلې لارې وغړوی .
د سلطې نظا م په مصر او تیو نس کې کو شش وکړ د انتقا لی حکو متو نو په جو ړیدا او د ځینو عنا صرو په شتون سره ولسی انقلاب بې لارې کړ ی ، خو د هغو دغه دوکه ورکونکې سیا ست له څو میا شتو روسته د خلکو لپاره روښا نه شو . د مصر او تیو نس انتقا لی حکو متو نه اوس هڅه کو ی د بن علی او مبا رک د محا کمو په جو ړولو سره یو ډول د خلکو باور جلب کړ ی . دغه محا کمې د مصر او تیو نس د خلکو لپاره هیله منو نکی دی . هغو دې نتیجې ته رسید لی دی چې په اسلامی تعلیماتو او په خداې په تو کل په رڼا کې ظلم ختمو لې شی .
په بحر ین او یمن کې امریکا او لویدیځ حکو متو نه د ال سعود حکو مت په ملګر تیا سره هڅه کو ی د ولسی پا څون په ځپلو سره په دغو هیوادونو واکمن ظا لم حکو متو نه وسا تی . دغه ډول اقدا ما ت به د ډیر وخت لپاره د هغو مر سته ونکړې شی او دغه ظا لم حکومتو نه به که څه هم په سختۍ خو با لاخره نسکو ر شی .
په سیمه کې د اسلامی ویښتیا یوه مهمه نتیجه په فلسطین کې لید لې شو . هغه اسلامی ویښتیاچې لو ید یځوال کو شش کو ی هغه د غر بی سپر لی په تو ګه یاد کړ ی ، د ساز باز په خبرو اترو د پاې ټپه ووهله .
امریکا او صیهو نیسټ رژیم په تیرو دو لسیزو کې د مینځنی ختیځ د تش په نا مه سو لې خبرو اترو د له سره پیلو لو او د فلسطینی س از باز کو نکی ډلې ته له نیوا کی فلسطینه د یو ې وړکو ټې بر خې په ورکو لو سره په لټه کې وو د اسرایلو د جا لی رژیم لپاره روا والې رامینځته کړ ی .صیهو نیسټ رژیم د فلسطین ساز با ز کو نکی ډلې ته له فلسطینی ټا ټو بی د ډیرې وړکو ټی بر خې د ورکو لو لپا ره په خپلو ژمنو عمل کو لو ته ندې چمتو شوې او په خپلو کا ر ړنګو نکیو اقدا ما تو سره یې د سا ز باز خبر ې اتر ې له بندون سره مخا مخ کړ ی دی .د صیهو نیسټ ر ژیم دغه سیا ست د امریکا حکو مت له دغه رژیمه په ملاتړ او په عین حا ل کې په مینځنی ختیخ کې د خپلو سلطه غواړو هد فو نو پر مختګ له ما تې سره مخا مخ کړ ېدې .
د حسنی مبارک رژیم نسکوریدا په حقیقت کې د سا ز باز د خبرو اترو د مر ګ په معناوه .مبارک د سا ز باز د خبرو اترو یوه مهمه ستنه وه او د هغه په نسکو ریدا سره امریکا داسې متحد نلر ی چې د هغه ځا ې نا ستې یې کړ ی او له هغه لارې خپلو سیمه ایزو هد فو نو ته ورسی . حا ضر دمه د فلسطین کو ر واک تشکیلاتو د اسلامی ویښتیا په بر کت له حما س سره د پخلاینې موافقه کړ ی ده . د دغې مو افقې یوه ما ده په راتلو نکی ستمبر میا شت کې د ملګر و ملتو په عمو می اسمبلې کې د یوه خپلو ا که فلسطینی حکو مت د جو ړیدا اعلان دې . د فلسطینا نو دغه نو ښت امریکا او صیهو نیست رژیم اندیښمن کړ یدی .
دوی غوښتل چې د ساز باز د خبرو اترو په پاې کې د فلسطین کو رواکه تشکیلاتو ته له نیواکی فلسطینه یوه وړکو ټی بر خه ورکړ ی .
اوس د فلسطینی اولس د حق په تو ګه د فلسطین د خپلو ا که هیواد جو ړیدا د ملګر و ملتو د عمو می اسمبلې په غو نډه کې د رسمیت پیژنده په درشل کې ده .