رجوع
دقدس نړیواله ورځ د فلسطینی ولس د ملاتړورځ ده
تاريخ النشر: 1390/06/04 0:0رمز الخبر: 6521المصدر: ایرکا خبری آژانس

زمونږ خبریال راپورراکړ د ایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی بیګا په یوه پیغام کې دې ته په اشارې سره چې سږکال دقدس نړیواله ورځ له اسلامی ویښتیااودسیمې دملتونوله راپورته کیداسره برابره شوې ده ،وویل دقدس دنړیوالې ورځې میلیونی لاریون دملتونودخپلواکې اوآزادی غوښتنې بیلګه او مثال دی . په دغه پیغام کې راغلی دی مسلمانان د قدس په نړیواله ورّځ په پرتمین لاریون سره ثابتوی چې د فلسطین له پاڅونه ملاتړ به د نیواکګروله سپیرومنګولودقدس تربشپړ آزادولواودیوه خپلواکه فلسطینی حکومت ترجوړیدا پورې ختم نه شی . د ایران د اسلامی شورا دمشر په پیغام کې راغلی دی دقدس دنړیوالې ورځې سږ کال ولولناک لاریون یوازې د فلسطین له ملته ملاتړنه دی بلکې د مینځنی ختیځ ،فارس خلیج او د شمالی افریقا سیمې له لویوانقلابونوسره دملګرتیااویووالی اعلان دی . په دغه پیغام کې ټینګار شوی دی دلودیځی قدرتونواوهمدارازدهغوی دتالی څټی صهونیسټ رژیم دتیریګرۍ اوسلطې دوران پای ته رسیدلی دی .
داسلامی انقلاب ارواښآد لارښود حضرت امام خمینی د فلسطین د موضوع او د هغوی د آئیډیالونو د نړیوال کولو په موخې سره د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د قدس نړیواله ورځ نومولې چې تر دې دمه ئې په درستې اسلامی نړۍ بلکې په ټولو پتمنو ملتونو کې تود هرکلی شوی دی او نن به دغه پرتمینه ورځ په ډیر ېولولې سره په درستې نړدۍ کې ولمانځل شی