رجوع
لښکرگاه کې موټربم چاودنه کې 25 تنه مړه او ژوبل شوی
تاريخ النشر: 1390/06/05 0:0رمز الخبر: 6527المصدر: ایرکا خبری آژانس

د هغه موټربم د چاودنې له امله چې نن د لښکرگاه ښارد مخابراتو ریاست ته څیرمه د یوه تن ځانمرگۍ برید کوونکی لخوا چې په کرولاموټرکې یې چاودیدونکی توکی ځاى پرځاى کړی وشوه 4 ملکی کسان ووژل شول.
په هغه خبرپاڼه کې چې د هلمند ولایت مقام له مطبوعاتی دفتر څخه نن وخت خبری آژانس ته را رسیدلې لیکل شوی دی چې لیکل شوی چې په دې برید که 6 ولسی وگړی،پنځه پولیس او10تنه د ملی اردوسرتیری ټپیان شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوی چې په وژل شوو کې دوه ماشومان،یوه نجلى اود پاخه عمرسړى شامل دی.
د دغه ځانمرگی برید کوونکی د برید موخه د ملی اردواوپولیسوهغه سرتیری ووچې د په سیمه کې د کابل بانک نماینده گى مخې د میاشتینى تنخواگانود اخیستوپه موخه راټول شوی وو.
د پیښې ټپیان دا مهال په روغتون کې تردرملنې لاندې دی اود ټپیانوروغتیا یی حالت د ډاډ وړدى.
دا په داسې حال کې چې نن د کندهار ښار د لومړی حوزه کې هم یو ځانمرګی شوی چې له امله یې 23 کسان مړه او ژوبل شوی وو.