رجوع
په افغانستان کې د امریکا اوږدمهاله شتون یو ګواښ دی
تاريخ النشر: 1390/06/07 0:0رمز الخبر: 6568المصدر: ایرکا خبری آژانس

د ایرکا خبری اژانس د راپور له مخې د افغان څیړنیز او مشورتی مرکز چارواکو له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو د سند لاسلیک کول افغانستان او سیمې ته یو ډول ګواښ وباله او ویې ویل، د سیمې هېوادونه باید د دې ګواښ د مخنیوی لپاره له افغانستان سره د سولې او ثبات په راوستلو کې ریښتنیې همکاری وکړی.
ددې مرکز رئیس غلام جیلانی ځواک په کابل کې یوه خبری کنفرانس ته وویل، له یو شمېر افغان کارپوهانو سره په بحثونو کې دې نتیجې ته رسیدلی چې امریکا په افغانستان کې د اوږد مهال لپاره د پاتې کېدو له لارې غواړی چې په سیمه کې خپلو اهدافو ته ورسیږی.
هغه وویل که د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدلو لپاره ریښتنیې همکاری ونه کړی نو د افغانستان دولت به اړ شی چې په خپل هېواد کې د امریکا دایمی پوځی شتون ومنی او د زهرو دغه جام وڅښی .
هغه وویل خو ښه خبره داده چې ګاونډیان په افغانستان کې د جګړې روان اور مړ کړی او افغانستان وکولای شی چې د دوی د حضور مخه ونیول شی
ښاغلی ځواک وویل و روانه جګړه په افغانستان کې د امریکا د پاتې کیدو لپاره یوه پلمه ده چې باید ګاونډی هېوادونه یې په مخنیوی کې همکاری وکړی.
د افغان څیړنیز او مشورتی مرکز مشر وویل، چې که دا ځل افغانستان القاعده او طالبانو ته سپارل کیږی نو تر ټولو لوی زیان به یې ګاونډېو په ځانګړې توګه پاکستان ته وی، ځکه چې دغه هېواد هم اوس د ترهګرۍ له لوی ګواښ سره مخ دی اوممکنه ده دغه هیواد له ویشلو سره مخ کړی .