رجوع
کرزی کابل ته رسدیلی ، د ربانی جنازه سبا کیږی
تاريخ النشر: 1390/06/30 0:0رمز الخبر: 6807المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان ولسمشر حامدکرزی هم له نیویارک څخه بیرته کابل ته رسیدلی دی
کرزی په کابل کې خبریالانوته وویل د ربانی ترور د سولې له لارې د افغانستان غړول دی خو حکومت به دې لارې ته دوام ورکوی
د یو بل خبر له مخې د افغانستان خارجه وزیر زلمی رسول به دکرزی پرځای د ملګرو ملتو د عمومی ټولنې غونډی ته وینا کوی
د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی سره په پلاوی کې شریک دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر زلمی رسول ته دحامد کرزی هغه پیغام ورسپارل شوی دی چې په امریکا کې دملګرو ملتونو غونډی ته به پخپله حامد کرزی ورکاوو.
له بلې خوا نن په کابل او هرات ښارونوکې د افغانستان دسولې د لوړې شورا د مشر د ترور په غندلو کښې مظاهرې شوی او ددغه انسانی ضد جنایت د عاملانو د نیولو او سزاکولو غوښتنه یې کړی ده .
همدغه راز یو بل خبر وایی هغو دوو بریدکوونکیو څخه ،چې د سولې د عالی شورا مشر استاد برهان الدین ربانی یې شهیدکړ یوتن ژوندى نیول سوى دى .
دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقی او د ولسمشر د ویاند مرستیال حامد علمی د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وکړې .
له بلې خوا د افغانستان د حزب اسلامی ګوند مشر ګلبدین حکمتیار هم د استاد ربانی پر وژنې خواشینی څرګنده کړه او وایی، چې د دې ډول ترورونو تر شا د امریکا په مشرۍ د لویدیځو هیوادونو استخباراتی کړۍ لاس لری .
دحزب اسلامی ویاند هارون زرغون رسنیو ته دتلیفون په کرښه ویلی،چې په افغانستان کې مخ کښ کسان دامریکا په شمول دنورې غربی نړۍ استخبارتی کړۍترور کوی او د بهرنیو ځواکونو په شتون کې به هېڅکله هم په افغانستان کې جګړه قراره نشی
د ناټو سرمنشی اندرس فوغ راسموسن طالبانو ته په ځانګړی پیغام کې ویلی، چې په دا ډول وژنو سره به بریالی نه شی
نوموړی پخپل پیغام کې زیاتوی هغه کسان چې افغانان وژنی او ورانی کوی زموږ پیغام ورته ښکاره دی او هغه دا چې تاسې به بریالی نه شی. تاسې به افغانان پخپله د خپل برخلیک له ټاکلو را ونه ګرځوئ او د ناټو او افغانانو ملګرتیا به خرابه نه کړئ.
د پاکستان ولسمشر او لومړی وزیر آصف علی زرداری او ګیلانی هم دغه ترور کلک غندلی اوویلی یې دی ربانی د پاکستان دوست ؤ چې د افغانستان او پاکستان د سولې په ګډ کمیسون کې یې ډیری زیاتی هڅې وکړی څو په افغانستان کښې سوله او ثبات ټینګ شی او د سولې دښمنانو هم شهید کړ .
استرالیا هم دغه ترور غندلی او هدف یې ورته په افغانستان کې د نا آمنیو زیاتول بللی دی .
ترکی هم د پروفیسور ربانی د شهادت غمرازی ښودلی او ویلی یې دی دغې پیښې په افغانستان کې د سولې بهیر خپل هدف ګرځولی دی .
د ملګرو ملتو سرمنشی بان کی مون، د امریکا ولسمشر بارک اوباماد فرانسې ولسمشر او د بریتانیا لومړې وزیر د برهان الدین ربانی وژنه وغندله.
ټاکل شوې، چې د استاد برهان الدین ربانی جنازه سبا په کابل کې خاورو ته وسپارل شی او ولسمشر کرزی په دغه هیواد کې دری ورځی ویر اعلان کړی دی .