رجوع
د افغانستان د سولې د عالی شورا د مشر، برهان الدین ربانی ترور
تاريخ النشر: 1390/06/30 0:0رمز الخبر: 6811المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د پخوانی ولسمشر او ددغه هېواد د سولې د عالی شورا مشر، برهان الدین ربانی په یوه ترهګر برید کې ووژل شو.
د افغانستان پولیسو تایید کړې ده چې پرون مازیګر ددغه هېواد د سولې د عالی شورا مشر، برهان الدین ربانی له څلورو تنو سره یوځای په کابل ښار کې د امریکا سفارت او ناټو عسکرو له مرکز سره نږدې په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې په خپل کور کې په ترهګر برید کې ووژل شو.
د افغانستان د سولې د عالی شورا د دارالانشا مشر، محمد معصوم ستانکزی او ددې شورا یو غړی واحدیار په دې برید کې ټپیان شوی دی.
برهان الدین ربانی د روانې اونۍ په لومړیو کې د اسلامی ویښتیا په غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته سفر کړی و.
72 کلن ربانی چې د مصر د الازهر پوهنتون څخه په اسلامی فلسفې څانګه کې یې ډاکټری ترلاسه کړې، په افغانستان کې د روسانو له نیواک سره د مجاهدینو د مبارزې په پړاو کې اغیزمن شخصیت او ددې هېواد په شمال کې د مجاهدینو د حکومت په پړاوکې ولسمشر و.
د نړۍ له سیاسی مشرانو سره د برهان الدین ربانی لیدنه په ځانګړې توګه د ګورباچف د حکومت په پړاو کې مسکوته د هغه مشهور او تاریخی سفر، د افغانستان په سیاسی اړخ کې مهمه پېښه ګڼل کېږی.
هغه پر سیاسی فعالیتونو سربېره، په کلتوری حوزه کې د ګټورو هڅو له امله د افغانانو په منځ کې یوه خواخوږې څېره وه.
په 2004 میلادی کال کې په افغانستان کې د حامد کرزی په مشرۍ د دولت له جوړیدو وروسته، ربانی د سولې راوستلو دکمیسیون مسوولیت پر غاړه واخیست او په تېر اوړی کې هم د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د سولې د لوړې شورا په جوړیدو سره، ددې ارګان مشرۍ ته هم ربانی وټاکه.
ربانی په وروستی یوه کال کې هڅه وکړه چې له کورنیو او بهرنیو وړتیاوو په استفادې سره، د طالبانو په شمول د افغانستان ددولت وسله والې مخالفې ډلې د سولې او روغې جوړې خبرو ته وهڅوی.
په کابل کې د ځوانانو په غونډه کې د نوموړی څرګندونې چې د طالبانو پر دریځ یې سخته نیوکه وکړه، دغه اټکل مطرح کړ چې آن ربانی هم په افغانستان کې د سولې له بهیر سره د طالبانو د یوځای توب له هڅولو نهیلی شوی دی.
د افغانستان د سولې د عالی شورا ارواښاد مشر، د طالبانو پر کړچار په توندې نیوکې سره، دغه ډله یوه غمېزې پارونکې ډله وبلله.
ربانی ټینګار وکړ چې د طالبانو ځینې موخې، ددینی عالمانو بدنامول دی.
که څه هم چې د طالبانو رسمی ویندوی ذبیح الله مجاهد د استاد ربانی ترور د طالبانو کار نه دی بللی او ویلی یې دی چې طالبان د ربانی د ترو په پېښه کې لاس نه لری، خو ددې تحلیل دلیکوال په وینا که په دې کار کې طالبان لاس ولری نو دوه پیغامه لری.
لومړی دا چې دغه ترور د ربانی د وروستیو هغه څرګندونو ځواب دی چې د طالبانو ځینې موخې یې ددینی عالمانو بدنامول ښودلې وې.
داسې ښکاری چې د طالبانو اخیستون دادی چې د ربانی د څه وخت مخکې څرګندونو د اسلام ددین ددودولو په اړه ددې ډلې ځایګاه داغی کړې ده.
د ربانی په ترور کې د طالبانو د احتمالی لاس درلودلو بل پیغام، په افغانستان کې د ملی روغې جوړې د خبرو اترو لپاره د هڅو شنډول دی.
استاد ربانی په داسې حال کې له نړۍ سترګې پټې کړې چې په افغانستان کې د سولې راوستلو په اړه د نوموړی هڅې تر اوسه نه دی پرځای شوې او د طالبانو پر وړاندې د اسلام د حقیقی څېرې د روښانولو هڅه ناکامه پاتې شوې ده.
په افغانستان کې د ربانی تل پاتې خاطرې، د سولې لپاره هغه هڅه ده چې دغه نظریه د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې،ستایل شوې ده.