رجوع
پاکستان یوځل بیا دانګام په سرحدی سیمو توغندی توغولی
تاريخ النشر: 1390/07/04 0:0رمز الخبر: 6858المصدر: ایرکا خبری آژانس

دکونړ سیمه ایز چارواکی وایی چې ګاونډی هیواد پاکستان یوځل بیا دیا ولایت په ځینو سرحدی سمیو توغندی توغولی .
دکونړ والی ویاند واصف الله واصفی وویل : «تیره شپه یو ځل بیا د ګاونډی هیواد پاکستان له لورې دیاد ولایت دانګام ولسوالۍ په سرحدی سیمو بادی تر 10 پوری توغندۍ توغول شوی .»
نوموړی زیاته کړه چې دتیرې شپې توغول شوو توغندیو له امله دسیمی اوسیدونکوته ځانی او مالی زیان نه دی اوښتی .
هغه وویل چې دتیرو څلورو ورځو راپدیخوا دګاونډی هیواد پاکستان له لوری دیادولایت باندی توغندیز بریدونه پیل شوی چې ګڼ شمیر کې دسیمی اوسیدنکی په ویره کې اچولی او دسیمی پریښودوته اړیستل شوی .
واصفی وویل چې دکونړ ولس دمرکزی دولت نه دپاکستان هیواد له لوری دتوغول شوو توغندیو دبندولو غوښتنه کړې .
یاده دې وی چې دتیرو څلورو ورځو راپدیخوا دګاونډی هیواد پاکستان له لوری دکونړ ولایت په یو شمیر سرحدی سیمو باندې دچارواکو په وینا تردامهاله 600 توغندی توغول شوی چې مرګ ژوبله هم له ځان سره لرله .
دتوغول شوو توغندیو له امله تردامهاله دیاد ولایت په دانګلام ولسوالۍ کې 150 کورنۍ دسیمی پریښودوته اړیستل شوی 4 دهستوګنی کورونه ویجاړ شوی ، یو ماشوم مړ اویو بل ټپی شوې ، او تر 40 پوری څړ څاروی هم له منځه تللی .