رجوع
هند او افغانستان سټراټژیک تړون لاسلیک کړ
تاريخ النشر: 1390/07/12 0:0رمز الخبر: 6994المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان ولسمشر هند ته په خپل سفر کې ددغه هېواد له لومړی وزیر او نورو لووړ پوړو چارواکو سره له کتنې وروسته د هند له لومړی وزیر سره سټراټژیک تړون لاسلیک کړ.
زموږ د خبریال د رپوټ له مخې د هند لومړی وزیر، من موهن سینګ نن په نوی ډهلی کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی سره په ګډه خبری ناسته کې وویل چې دغه تړون ددواړو هېوادونو ترمنځ سټراټژیک ګډون رامنځ ته کوی.
دغه سټراټژیک تړون چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادی او امنیتی برخو کې د اړیکو ژورتیاده په داسې حال کې لاسلیک شو چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې د عالی شورا د مشر برهان الدین له ترور وروسته د هند له اصلی سیال پاکستان سره د افغان دولت اړیکې ترینګلې شوې دی.