رجوع
دامریکا خارجه وزیرې دافغانستان له ولسمشر سره کتنه او خبرې وکړې
تاريخ النشر: 1390/07/28 0:0رمز الخبر: 7226المصدر: ایرکا خبری آژانس

دامریکا خارجه وزیرې دافغانستان له ولسمشر سره کتنه او خبرې وکړې .
زمونږ خبریال وایی په کابل کښې دامریکا دسفارت ویندوی نن په دغه خبرې سره وویل چې خارجه وزیرې هیلاری کلینټن نن سهار له ولسمشر کرزی سره کتنه وکړه او دافغانستان دحالاتو په باره کښې یې ورسره خبرې وکړې .
دامریکا خارجه وزیرې دافغانستان له ولسمشر کرزی سره په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل مونږ به جنګ وکړو، مونږ به خبرې وکړو او مونږ به بیا رغونې ته دوام ورکړو .
دامریکا خارجه وزیرې وویل په افغانستان کښې دجنګ دختمیدا او دسولې لپاره طالبانو ته دروازې خلاصې دی او که چیرې طالبانو دغه کار ونکړ نو هغوې به له ډیرو حملو سره مخامخ شی .
هغې وویل دسولې په هرډول پروسې په تیره بیا ددغه خبرې په تضمین کښې چې وسله وال کسان په پاکستان کښې دپناه ځاې ونه لری دپاکستان ملګرتیا ډیره ضروری ده .
دامریکا خارجه وزیرې هیلاری کلینټن زیاته کړه مونږ باید دپاکستان حکومت او خلکو ته یو ښکار پیغام واستوو چې دوې باید دحل لارې یوه برخه ووسی چې مقصد دادی چې دپاکستان حکومت او ملت خپل هیواد له هغو ترهګرو پاک کړی کوم چې خپل خلک وژنی او په افغانستان کښې هم وژلو ته دوام ورکوی .