د انډپنډنټ انګلیسی ورځپاڼې مشر لبیدوف نن د ترکیې په استانبول ښار کې له ولسمشر حامد کرزی سره په کتنه کې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده. د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضی په استانبول کې پژواک خبری اژانس ته وویل، لبیدوف ویلی چې په افغانستان کې د هوایی شرکت د جوړولو او په ودانیزو چارو کې د پانګونې هوډ لری. د فیضی په وینا، ولسمشر حامد کرزی لبیدوف ته په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړل او ورته ویې ویل، چې د دې فرصتونو په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه یوه ډله افغانستان ته ولېږی او له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړی. فیضی وایی، ښایی کرزى د دیسمبر د میاشتې په 7مه، لندن ته ولاړ شی او هلته هم لبیدوف او دى سره وګوری. د فیضی په وینا، ټاکل شوې ده چې لبیدوف د دیسمبر تر 7مې وړاندې افغانستان ته یوه ډله ولېږی، ترڅو له افغان چارواکو سره خبرې وکړی. د افغانستان ولسمشر د یوه لوړ پوړی دولتی پلاوی په مشرۍ تېره ورځ، د افغانستان، ترکیې او پاکستان د ولسمشرانو په غونډه او د استانبول د سیمه یزو همکاریو په کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللى دى. تردې مهاله د درې هېوادونو د لویو درستیزانو او کورنیو چارو د وزیرانو ځانګړې غونډې شوې دی؛ خو د ولسمشرانو غونډه روانه ده. دغه غونډه دوه پړاوونه لری، چې په لومړی پړاو کې یې د ولسمشرانو ترڅنګ د هر هېواد څلورو نورو لوړ پوړو دولتی چارواکو هم ګډون درلود. د ناستې دغه پړاو اوس (ماښام مهال) پاى ته ورسېد؛ خو پایلې یې نه دی څرګندې. د دې غونډې دویم پړاو چې د هر هېواد د ولسمشر او 14 نورو دولتی چارواکو په ګډون جوړېږی، همدا اوس (د افغانستان په وخت د ماښام په څه کم 7 بجو) پیل شو. ټاکل شوې ده، چې د استانبول د سیمه ییزو همکاریو کنفرانس د سیمې او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د امنیت د ټینګښت په لاره کې د همکاریو د پراختیا لپاره د باور فضا د پیدا کېدو په موخه سبا(د لړم په 11مه) په استانبول کې جوړ شی. په دې کنفرانس کې به امریکا، فرانسې، انګلستان، هندوستان، پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون د 15 هېوادونو استازی ګډون وکړی.