رجوع
مسلمانانو د حج رکن اعظم پر ځای کړ
تاريخ النشر: 1390/08/14 0:0رمز الخبر: 7403المصدر: ایرکا خبری آژانس

د نړۍ له بیلا بیلو سیمو څخه سلګونه زره مسلمانانو د اسلام د پنخم رکن حج اعظم رکن (وقوف عرفه) فریضه ادا کړل.
مسلمانانو تیره شپه له مکې مکرمې څخه منا ته تللی وو او نن له غرمې مخکې د عرفات غونډۍ ته راټول شول او دالله په دربار کې یې دمغفرت دعاګانې وکړې.
دوی د غرمې او مازیګر مونځ په ګډه دعرفات د نمرې په جومات کې ادا کړل او له هغې وروسته د مزدلفې په لوری وخوځیدل ، هلته به د ماښام او مازیګر لمونځ کوی د شنه اسمان لاندې به شپه تیروی او سبا به جمره عقبه ترسره کوی، بیا به قربانی کول او له هغې وروسته به حلق ترسره کوی.
د عرفات د نمرې په جومات کې د حج په خطبه کې امام او د سعودی مفتی اعظم شیخ عبدالعزیز آل شیخ مسلمانانو ته پخپله وینا کې هغوی ښو کارونو ته راوبلل او له بدو کارونو یې څخه یې دځان ژغورنې ته راوبلل.
هغه زیاته کړه، څوک چې په ځمکه کې فساد خوروی، هغوی لپاره خدای ج سخته سزا اعلان کړې او هیڅوک حق نه لری چې د چا وینه په ناحقه تویه کړی.
سږ کال دافغانستان د 30 زرو حاجیانو په ګډون له ټولې نړې څخه نږدې دوه میلیونه مسلمانان د حج فریضې ادا کولو په موخه مکې مکرمې ته تللی دی.
د جمال احمد کاکړ په نامه یوه افغان چې د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودی ته تللی، د ټیلیفون په لیکه پژواک ته اژانس ته وویل چې نن د حج د لوی رکن وقوف عرفات په ښه توګه ترسره شو او دوی له کومې ستونزې سره نه دی مخ شوی.