رجوع
د حج په مراسمو کې 13 افغان حاجیان مړه او 16 نور ټپی شوی دی
تاريخ النشر: 1390/08/18 0:0رمز الخبر: 7450المصدر: ایرکا خبری آژانس

د حج په مراسمو کې 13 افغان حاجیان وفات او 16 نور ټپیان شوی او ټاکل شوې، چې هېواد ته د افغان حاجیانو د راتلو لړۍ د راتلونکې جمعې په شپه پیل شی.دغه څرګندونې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست او اداری مرستیال ډاکتر داعی الحق عابد د لړم په 18مه، په کابل کې خبریالانو ته وکړې.
ده وویل، چې یاده مرګ ژوبله د ناروغیو او ترافیکی پېښو له امله رامنځته شوې ده.
سیدمحمد د رحمت الله زوى د کندوز ولایت اوسېدونکى، بی بی هوا د جوانمرد لور د بغلان اوسېدونکې، محمدنادر د امیرخان زوى د میدان وردګو اوسېدونکى، نجیب الله د رحمت الله زوى د نورستان اوسېدونکى، خیرمحمد د محمدقربان زوى د غزنی اوسېدونکى، عبدالمجید د عبدالرووف زوى د بلخ اوسېدونکى، محمدنعیم د محمدامین زوى د کابل اوسېدونکى، محمدشاه د امیرشاه زوى د پکتیکا اوسېدونکى، عبدالرزاق د عبدالله زوى د کندهار اوسېدونکى، حسام الدین د بهاوالدین زوى د ننګرهار اوسېدونکى، بی بی هوا د سیدمحمد لور د فراه اوسېدونکې، عبدالرحیم د خیرمحمد زوى د کندهار اوسېدونکى او سلطان محمد د نورستان ولایت اوسېدونکى په وفات شویو کسانو کې شامل دی.
نوموړی د ټپیانو نومونه یاد نه کړل، خو د هغوى روغتیایی حالت یې ښه وباله.
تېر کال د حج په مراسمو کې 29 افغان حاجیان د ناروغیو او ترافیکی پېښو له امله مړه او 9 نور ټپیان شوی وو.
دغه راز عابد په نننۍ خبری ناسته کې وویل، چې له سعودی عربستان څخه به هېواد ته د افغان حاجیانو د راستنېدو لومړۍ الوتنه د راتلونکې جمعې پر شپه ترسره شی.
نوموړی وویل، تمه ده چې د حاجیانو د راستنېدو دغه لړۍ له 25 ورځو تر یوې میاشتې بشپړه شی.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال له افغانستان څخه د حج د فریضې د ادا کولو لپاره 30 زره او 55 تنه سعودی عربستان ته تللی او دغه هېواد ته د لېږد لړۍ یې د تلې په 11مه پیل شوې وه.
عابد په یاده خبری ناسته کې دا هم وویل، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ځینې کسان د حج د مراسمو په پلمه د کیسه بورۍ (غلا) لپاره سعودی عربستان ته ځی، چې سږ کال د حج په مراسمو کې د نورو هېوادونو د اتباعو ترڅنګ 11 افغانان هم په همدغه تور نیول شوی دی.
هغه وویل، چې د یادو 11تنو برخلیک به د سعودی حکومت ټاکی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، تېر کال هم د حج په مراسمو کې په همدغه تور 45 افغانان نیول شوی وو، چې دغه مهال د سعودی عربستان په زندانونو کې پراته دی.