رجوع
د افغانستان لویه جرګه نن د ولسمشر حامد کرزی په وینا پیل شوه
تاريخ النشر: 1390/08/25 0:0رمز الخبر: 7530المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن د شاوخوا 2000 کسانو په ګډون جوړه سوې لویه جرګه په خپله وینا پرانیسته.
ولسمشر حامد کرزی د پخوا په څېر په لنډو ټکو د اقتصاد، ښوونی او روزنی، روغتیا او پرمختیایی چارو کی د خپل حکومت لاسته راوړنی بیان کړې.
نوموړی د جرګې د اجنډا په باب وویل چی اصلی موضوع له امریکا سره پر ستراتیژیک تړون او د هغه پر محتوا باندی بحث کول دی او هیله یې وښوده چی د جرګې برخه وال پر نورو موضوعاتو بحث ونکړی.
ولسمشر کرزی وویل چی افغانستان یو ځل بیا له کورنی جنګ او د خارجیانو تر وتلو وروسته د ګاونډیانو له لاسوهنو سره مخ نیسی، موږ له برتانیې، فرانسې، امریکا او اروپایی ټولنی سره ستراتیژیک تړونونه امضاء کوو، چی دا دئ د امریکا سره د تړون په خاطر باید تاسی پرېکړه وکړئ.
ولسمشر کرزی وویل امریکا خپلی ګټی لری او افغانستان خپلی ګټی لری، چی باید د هغوى په ګټو کی موږ هم خپل ځانته ګټی ولټوو.
هغه په دغه جرګه کې د یوشمېر نورو موضوعګانو یادول چې له وړاندې په ځینو غونډو او رسنیو کې خپرې شوې وې، رد کړې.
وړاندې تر دې داسې ګڼګوسې رامنځ ته شوې وې چې د هېواد ولسمشر په دغه جرګه کې خپلې ولسمشرۍ د تمدېدو لپاره د لارو چارو په لټه کې دی.
ولسمشر کرزی وویل ایرانی وروڼه زمونږ ګاونډیان او دینی وروڼه دی او له دغه هیواد سره به خپلواکه اړیکې وساتو چې دا زمونږ د ایران په ګټه دی .
هغه په دغه وینا کې له افغانستان سره د ایران او پاکستان د مرستو قدرونه وکړه چې د جهاد په وخت یې لکونو افغانان ومنل او ټینګار وکړ چې افغانستان له ایران، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو سره د خپلواک هېواد په توګه خپلو اړیکو ته دوام ورکوی.
د افغانستان ولسمشر دطالبانو سره دسولی دخبرو په اړه لنډ وغږېدو او ویه ویل چې که څه هم پر وسله والو طالبانو اوس باور نشی کېدای ،دسولی په نامه راخی او وژنې کوی ، خو بیا یې هم له جرګه والو وغوښتل چې له طالبانو سره دسولی په برخه کې مشوره وکړی.
نوموړی له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په خاطر د افغانستان شرایط دغسی په ګوته کړل:
1. د شپې عملیات نه منو، د افغانانو د کورونو پلټل اونیول دې بند شی
2. له افغانی ادارو سره د خارجیانو موازی ادارې نه غواړو.
3. موږ سر له نن څخه د خپل ملی تثبیت تثبیت په هر عنوان چی وی، غواړو.
4. زموږ او امریکا تر منځ اړیکی باید مطلق خپلواکی وی.
5. موږ له همسایګانو سره ښو اړیکو ته په هره بیه دوام ورکوو.
6-د افغانستان ګاونډیانو ته ډاډ ورکوو چی زموږ له خاوری به پر دوى هیچا ته هم د حملې اجازه ورنکړو.
7-د بندونو مسئولیت دې افغان حکومت ته وسپارل شی .
8-امریکا دې د افغانستان په کورنیو چارو کښې ګوتې نه وهی .
د مشرانو جرګې غړى او پخوانى ولسمشر حضرت صبغت الله مجددی مجددی یې د لویی جرګې مشر، عارف خان نورزى او پوهاند نعمت الله شهرانی یې د مرستیالانو، محمدعلم ایزدیار، حیات الله یې د منشیانو او صفیه صدیقی د ویاندی په حیث ټاکل شوی دی.
مجددی په خپله وینا کښې وویل کابل اوواشنګټن تر اوسه د ستراتیژیک تړون په اړده پایلې ته نی رسیدلی او په دې لړ کښې لا دوه اړخیزې خبرې اترې دوام لری .
په جرګه کښې د افغانستان د ګوټ ګوټ او د ایران او پاکستان په شمول هیوادونوکښې د افغان کډوالواستازې دوه زره کسانو ګډون کړى دى او څلور ورځی به دوام وکړی ، د کابل ښار په ټولو سیمو کې کلک امنتی تدابیر نیول سوی دی او ډیر واټونه د خلکو پر مخ تړلی دی
د کابل ښوونځی هم د دوو ورځو دپاره رخصت شوی دی
دغه جرګه نن په کابل کښې په داسی حال کښې پیل شوه چې نن هم د کابل اوواشنګټن تر مینځ د تړون په ضد غونډه وشوه
او د افغانستان د غورځنګ ګوند مشر مولوی محمد مختار مفلح په شاه دوشمشیره جومات کښې یوی غونډی ته وویل ددغه تړون په اړه هر ډول موافقه د غندلوده .