د تغییر او امېد د ایتلاف مشر وایی چې په افغانستان کې د امریکا او نورو هېوادونو دایمی اډې د هېواد په ګټه نه دی او د دودیزې لویې جرګې بحثونو د جرګې له اجنډا سره سمون نه درلود. دودیزه لویه جرګه، چې د روان لمریز کال د لړم په 25مه پیل شوې وه، تېره ورځ له 76 ماده ییز پرېکړه لیک سره پاى ته ورسېده او په مشروط ډول یې له امریکا سره د ستراتیژیک تړون او په افغانستان کې د یاد شوی ېواد د پوځی اډو له جوړېدو سره موافقه وښوده. په پرېکړه لیک کې د ملی حاکمیت ساتنه، د افغانستان خپلواکی او داسې نور له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو لپاره د شرطونو په توګه وړاندې شوی او په کې راغلی دی، چې ستراتیژیک تړون باید د لسو کلونو لپاره او د غځېدلو وړ واوسی. همدارنګه په پرېکړه لیک د افغانستان د امنیتی ځواکونو د تجهیز او د بنسټیزو پروژو په برخه کې له امریکا څخه د مرستې د غوښتنې ترڅنګ، له وسله والو مخالفینو سره د سولې د بهیر پر دوام هم ټینګار شوى دى. د دودیزې جرګې د چمتووالی کمېسیون، مخکې د جرګې موخه دولت ته له امریکا سره د ستراتیژیک تړون او همدارنګه د سولې د پروسې په اړه د مشورو ورکول بللى و او جرګې هم په دې اړه مشورې وړاندې کړې. خو د تغییر او امېد ایتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د جرګې د ګډونوالو بحثونه د جرګې د اجنډا خلاف چې په لومړۍ ورځ وړاندې شوې وه، ترسره شول. نوموړی، چې له جرګې مخکې، دودیزه لویه جرګه ناقانونه بللې وه او په کې یې ګډون ونه کړ، وویل، چې د هېواد ولسمشر د لویې جرګې له نوم څخه ناوړه ګټه واخیستله او باید د یادې شوې جرګې لپاره یې د مشورتی جرګې له نوم څخه کار اخیستى واى. د تغییر او امېد د ایتلاف مشر وویل: ((د دغې جرګې ترسره کېدل په یوه مغشوشه فضا کې جریان درلود او زه فکر نه کوم، چې د کمېټو د غړو په نظریاتو کې کومه نوې موضوع یاده شوې وی.)) عبدالله زیاته کړه: ((د هغه سند نوم هم واضح نه دى، چې ټاکل شوې ده د امریکا او افغانستان ترمنځ لاسلیک شی، چې په کوم نوم، تړون، معاهده، موافقتنامه او یا اعلامیه به لاسلیک شی.)) ډاکټر عبدالله زیاته کړه، چې افغانستان د نړیوالو همکاریو جلب ته اړتیا لری او په دې اړه لومړنۍ پرېکړه باید حکومت او وروستۍ پرېکړه ملی شورا وکړی. ولسمشر هم ویلی دی، چې د ستراتیژیک تړون په اړه به ملی شورا پرېکړه وکړی. عبدالله همدارنګه ټینګار وکړ، چې د لویې جرګې د بحث په موضوعاتو کې یواځې د هېواد په اړه بحث کېده؛ خو د مقابل لوری (امریکا) شرطونه خلکو او د جرګې ګډونوالو ته ګونګ او مبهم پاتې شول. ډاکټر عبدالله له پاکستان سره د خبرو اترو د پروسې پیل ومانه؛ خو له طالب مشرانو سره خبرې اترې د سولې د عالی شورا د مشر د وژل کېدو له امله بی پایلې وبللې. د هېواد پخوانى ولسمشر او د سولې د عالی شورا رییس استاد ربانی د وږی په 29مه، د کابل ښار په وزیر اکبرخانه مېنه کې په خپل کور د یوه ځانمرګی برید په پایله کې ووژل شو. عبدالله وویل، چې د طالبانو له ډلې سره هر ډول خبرې اترې باید د افغانستان د خلکو تر نظر لاندې ترسره شی.