د پوهنتون یو شمېر استادان او دینی عالمان وایی چې په دودیزه لویه جرګه کې د 39مې کمېټې لرې کول، خلک د دې جرګې د پرېکړو او پایلو د اعلان په اړه بې باوره کړی دی. له 39 شمېرې څخه د ځینو خلکو د تحلی پر بنسټ په عامه او ولسی ژبه د ناموسی کنځلو یا پېغور تعبیر کېږی. له همدې امله، یو شمېر خلک 39مه شمېره ښه نه ګڼی او د موټرو او کورونو په ګډون د هغو توکو له اخیستلو ډډه کوی، چې دا شمېره په کې وی. دغه شمېره د دودیزې لویې جرګې په دویمه ورځ د کاری کمېټو د جوړېدو پر مهال، وروسته تر دې لرې شوه چې د دې کمېټې غړی حاضر نه شول په خپله اړونده خونه کې، چې دا شمېره یې درلوده، کېنی. د دې جرګې د غړو په وینا، که چېرې د 39 شمېره لرې شوې نه واى، ستونزه جوړېده او د کمېټې کار نه شواى بشپړېداى. همدارنګه د 40 کاری کمېټو مشرانو، چې پرون د لړم په 28مه یې خپل نظریات او وړاندیزونه د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون او د دولت له وسله والو مخالفینو سره د سولې په اړه وړاندې کړل، 39مې کمېټې په کې شتون نه درلود او د هغې پرځاى د 41مې کمېټې نوم واخیستل شو. خو د کابل پوهنتون ځینې استادان وایی، چې د دې کمېټې لرې کول، د خلکو ترمنځ بدې انګازې او غلط تحلیل رامنځ ته کوی. د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځی استاد فیصل امین، پژواک خبری اژانس ته وویل چې د دودیزې لویې جرګې د ګډونوالو له خوا د 39مې کمېټې لرې کول، خلک د دې جرګې د پایلو په اړه بې باوره کړی دی. د ده په ادعا، دغه کار د دې جرګې د ځینو غړو د پوهې د کچې د ټیټوالی او په پخوانیو کولتورونو کې د هغوى د بند پاتې کېدو ښکاروندیی کوی. دغه استاد زیاته کړه: "د افغانستان خلک اصلاً له هغې جرګې څخه چې د افغانستان د برخلیک ټاکونکې ده، د دې ډول کړنې انتظار نه درلود." هغه زیاته کړه، په جرګه د ګډون کوونکو پوهو کسانو له خوا دغه شمېرې ته اهمیت ورکول، د عامه ذهنیتونو د ګډوډتیا لامل شوى او ان د پوهنتونونو او ښوونځیو په کچه به بد اغېز ولری. د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی استاد تاج محمد اکبر، د دې ترڅنګ چې د دودیزې لویې جرګې د غړو له خوا یې داسې یو عمل ناسم وباله، د کاری کمېټو غړی یې له یو بل سره په نه ژمنتیا او ناهمغږۍ تورن کړل او زیاته یې کړه، چې دغې شمېرې ته لمن وهل او د خرافاتی دودونو ملتیا، کولاى شی خلکو ته په اقتصادی لحاظ ضربه ورکړی. هغه زیاته کړه: "که د دې شمېرې مهم ګڼل په اوږده بڼه دوام وکړی، هغه کسان چې د 39 پلېټ موټر لری، نه شی کولاى په ازاده توګه په ښار کې وګرځی او هغوى به د اقتصادی ضربې په منلو سره خپل موټر له هغې بیې څخه چې اخیستى یې دى، دوه برابره ارزانه وپلوری." په همدې بڼه د نړۍ د فلسفی ریاضی د تحقیقاتو د مرکز مشر پروفیسور محمد صدیق افغان وویل، چې دا موضوع کوم شرعی اړخ نه لری او د دې ډول فکرونو رواجول د خلکو او ټولنې په زیان تمامېږی. هغه د 39مې کمېټې لرې کول، خلاف کار وباله او ویې ویل، هغه کسان چې دغه ډول کړنې مهمې شمېرې او هغې ته مشروعیت ورکوی، غواړی چې په خپل دې کار سره یو ځل بیا هېواد له اقتصادی بحران سره مخ کړی. د صدیق افغان په وینا، په لویه جرګه کې ګډونوال کسان په خپله د قانون پلی کوونکی او مشروعیت ورکوونکی دی او په دې ډول یوې خرافاتی موضوع ته لمن وهی او هغې ته مشروعیت ورکوی. دغه ریاضی پوه زیاته کړه، که چېرې 39 شمېرې کومه بده فلسفه درلوداى، حضرت محمد صلى الله علیه و سلم به تر 39 کلنۍ وروسته په پیغمبرۍ نه ګومارل کېده. هغه زیاته کړه: "که چېرې هجری لمریز کال ته نظر وکړو، اوس 1390 کال دى، چې تر لسو نورو کلونو پورې به موږ له 39 شمېرې سره مخ وو." صدیق افغان له دې یادونې سره، چې د ابجد حرفونو په حساب 39 شمېره د حال په معنا ده، وویل: "کله چې یو چاته وایو، چې حال دې څنګه دى؟ نو د ابجد په حساب دا معنا ورکوی، چې 39 دې څنګه دى؟" دغه ریاضی پوه ټینګار وکړ، چې که 39 عدد کومه ناوړه فلسفه درلوداى، باید په قران کې 39م ایت نه واى نازل شواى. د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی استاد او د وزیر محمد اکبرخان مېنې د جامع جومات امام ډاکټر محمد ایاز نیازی هم، پر خرافاتی دودونو ټینګار د خلکو ترمنځ له جاهلانه فرهنګ څخه پیروی وګڼله او ویې ویل، چې که چېرې دا ډول مسایل د علماوو، پوهانو، قانون پوهانو او مخورو کسانوپه منځ کې دود شی، نو خلک په هېڅ ډول د دودیزی لویې جرګې د پایلو په اړه د هغوى پر پرېکړو باور نه شی کولاى. هغه د 39 شمېرې بد ګڼل له شرعی پلوه ناسم وګڼل او زیاته یې کړه، چې د دې کمېټې غړو د ملت د برخلیک ټاکونکو په توګه، په خلکو کې د هغې شمېرې د معمولی ګرځولو لپاره باید په داوطلبانه ډول په دې کمېټه کې د 39 تر شمېرې لاندې ګډون کړى واى. یو شمېر ځوانان هم په دودیزه لویه جرګه کې د 39 شمېرې لرې کول، یو ناوړه عمل ګڼی. د نور خصوصی ټلویزیون د خبرونو ویاند حارث جمال زاده پژواک ته وویل، چې د دې خرافاتی فرهنګ د له منځه وړلو او د هغې د معمول ګرځولو په خاطر باید هره هغه شمېره چې د ځوانانو له خوا ټاکل کېږی، 39 وی. هغه زیاته کړه: "هر روڼ اندى او وطن دوسته ځوان، چې د افغانی ټولنې د ناوړه رسمونو له امله، 39 شمېره یو خرافاتی او مزخرفه پدیده ګڼی، پر دې رسم او عادت د اعتراض په دود، باید په فیس بوک کې د خپل پروفایل تصویر 39 واچوی. راځئ چې لاس په لاس شو، حد اقل د خپلې ټولنې لپاره یو وړوکى کار وکړو، یواځې لږ جرئت او شجاعت ورته په کار دى." د تلویزیون دغه ویاند زیاته کړه، چې یواځې لږې مودې ته اړتیا شته، ترڅو دغه ډول رسمونو ته د پاى ټکى کېښودل شی. د یادونې وړ ده، چې د فېس بوک ځوانانو د دې شمېرې د معمولتیا لپاره د خپلو تصویرونو ترڅنګ د 39 شمېره هم ځاى پرځاى کړې ده، ترڅو وښیی چې له دې شمېرې څخه باید څوک ناوړه تعبیر ونه کړی. خو د دودیزې لویې جرګې ویاندې مېرمن صفیې صدیقی په یوه خبری کنفرانس کې وویل، چې د لویې جرګې ځینو غړو نه غوښتل د دوى کمېټه په دې شمېرې وشمارل شی، ځکه نو د هغى پرځاى 41 کمېټه جوړه شوه. هغې زیاته کړه، چې له 39 شمېرې څخه غلط انځور، یوه خرافاتی موضوع ده او له رسنیو یې وغوښتل، ترڅو دغه موضوع تر پوښښ لاندې ونه نیسی. بل خوا د دودیزې لویې جرګې غړی خالدپښتون وویل، چې 39 شمېرې د خلکو په منځ کې بد انعکاس کړى وو او دود شوې ده، د ده په ګډون یو کس هم حاضر نه و، چې دغه شمېره ومنی. پښتون چې د ولسی جرګې غړى هم دى، په داسې حال کې چې د لویې جرګې د کاری کمېټو له خوا یې د 39 کمېټې لرې کول، مهمه ونه ګڼله، زیاته یې کړه، چې د دې کمېټې په لرې کېدو سره هغوى 41 کمېټه جوړه کړه او دغه بدلون د لویې جرګې په پرېکړو کې کوم بدلون رانه ووست. هغه زیاته کړه: "د افغانستان د خلکو لپاره، د دودیزې لویې جرګې پرېکړې او پایلې مهمې دی، نه د 39 کمېټې لرې کول." هغه وویل: "39 او 420 شمېرو له خلکو سره یو بد انعکاس پیدا کړى دى؛ له همدې امله زه خپله هم حاضر نه شوم چې داسې یوې کمېټې ته ولاړ شم او یا 39 شمېره په خپلو کاری چارو کې وټاکم." د یادونې وړ ده، چې له دغې شمېرې څخه غلط تحلیل، په تېرو څو کلونو کې په هرات ولایت کې ډېر شوى او ډېر حساسیتونه یې راپارولی، دغه حساسیتونه تراوسه هم شتون لری، خو د هغې دلیل څرګند نه دى. سربېره پردې چې خلک د خپلو موټرو او نورو وسایطو لپاره د 39 شمېرې نمبر پلېټ له اخیستو ډډه کوی، ډېر کم داسې کور، دوکان یا ټېلېفون لیدل کېږی چې 39 شمېره دې له ځان سره ولری. دغه ناوړه باور دومره رېښې پیدا کړی چې هغه کسان چې عمر یې 39 کاله دى، د خپل عمر له ویلو ډډه کوی او یو شمېر کسان 39 شمېره بوټان نه په پښو کوی؛ که چېرې څوک 39 کلن وی، خپل عمر یو کم څلوېښت وایی او ازاد یا تنګ بوټان په پښو کوی.