ولسمشر حامد کرزی د هیواد له ملی سوداګرو وغوښتل چې د بې کیفیته تېلو او ګازو له واردولو دې ډډه وکړی. ولسمشر حامد کرزی دغه څرګندونې د مرغومی په 9مه، پخپلې پنځلس ورځنۍ راډیویی وینا کړې چې نن د ملی راډیو لخوا خپره شوې ده. د ولسمشر د ویندوی له دفتر څخه د مرغومی په 9مه، پژواک خبری اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلی چې ولسمشر په دې راډیویی وینا کې له ملی سوداګرو غوښتی چې دخپلو شخصی ګټو په موخه د بې کیفیته تېلو او ګازو له واردولو چې د هیوادوالو روغتیا له ګواښ سره مخامخ کوی، ډډه وکړی. حامد کرزی دغه راز ویلی چې د کابل ښار په ګرد او لوګو ککړ او فضا یې چټله شوې ده او د محیط زیست له مخې هم مناسب نه دی، په دې ښار کې تنفس کول د سپین ږیرو، ماشومانو، سپین سرو او ناروغانو لپاره مضر دی. هغه زیاته کړې د کابل ښار د زیات نفوس لرلو له امله د هیواد یو له مهمو او لویو ښارونو څخه دی ، نو ځکه ددې ښار ښاریان باید د خپل چاپیریال د پاک ساتلو لپاره جدی اقدامات وکړی. ولسمشر ویلی چې په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا د مخنیوی په موخه او د ډیرو وسایطو او موټرو د ګرځیدو د مخنیوی په موخه حکومت دپنجشنبې ورځ عمومی رخصتی اعلان کړې ده، دغه راز په دې برخه کې ځینې نور اقدامات هم په لاره اچول شوی دی. خو حامد کرزی زیاته کړې چې په دې برخه کې د هیوادوالو او کابل ښاریانو مرسته هم ډیره اړینه ده او ددوی له مرستې پرته حکومتی اقدامات بې ګټې دی. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ولسمشر په ډاګه کړې چې د نفتی توکیو له کارونې څخه رامنځته شوی لوګی د هوا دککړتیا لامل ګرځی . هغه زیاته کړې چې په ځینو کورنیو او بهرنیو موسسو کې د جنراتورونو کارول، په ځینوداشونو، نانوایانو او حمامونو کې د غیرقانونی سوند توکیو لکه، ربړ، او پلاستیک څخه ګټه پورته کول او د بې کیفیته تېلو او ګازو کارول ددې لامل شوی چې دکابل ښار هوا ککړه کړی او د خلکو روغتیا له ګواښ سره مخ کړی. له همدې امله ولسمشر حامد کرزی د هیواد له ملی سوداګرو وغوښتل چې د بې کیفیته تېلو او ګازو له واردولو دې ډډه وکړی ولسمشر په داسې حال کې له سوداګرو غوښتنه کړې چې ګڼ شمیر کابل ښاریان او موټر چلوونکی د بې کیفیته تیلو او ګازو څخه شکایت کوی. دوی وایی چې سوداګر او پلورونکو په تیلو او ګازو کې اوبه ګډوی او د خپلو شخصی ګټو په موخه هیواد له ستر ګواښ سره مخ کوی.