د ملی دفاع وزارت اعلان وکړ چې د ملی اردو ځواکونه ښه وړتیا لری او کولى شی شپنی عملیات په خپلواک ډول ترسره کړی. د ملی دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی نن (د مرغومی 21مه) د یوې خبری غونډې په ترڅ کې وویل، چې ملی اردو په ځانګړې توګه د کومانډو ځانګړی ځواکونه ښه وړتیا او توان لری او کولى شی، شپنی عملیات په خپلواک ډول ترسره کړی. هغه زیاته کړه، چې له دوو کلونو راهیسې د کومانډو پر ځواکونو کار شوى او دغه ځواکونه د کمیت او وړتیا له امله په ښه وضعیت کې دی. عظیمی د ملی اردو د تخنیکی ستونزو، لکه د استخباراتو او هوایی برخو کې د ستونزو یادونه وکړه؛ خو زیاته یې کړه، چې دغه ستونزه دومره جدی نه ده او په راتلونکی کې به هواره شی. د کومانډو ځواکونه په 1384 کال کې د ملی دفاع وزارت په چوکاټ کې تاسیس شول، چې اوس مهال په لازمو سپکو او درنو وسلو سمبال دی او ټاکل شوې، چې تر 2014 زېږدیز کال پورې یوه لوا څو لواوو او فرقې ته پراختیا پیدا کړی. د ملی دفاع وزارت وایی چې دا مهال د ملی اردو د کومانډو ځواکونو شمېر 9زرو ته رسېدلى او هره ورځ غښتلی کېږی. د دفاع وزارت ویاند وویل چې ولسمشر حامد کرزی پرېکړه کړې، څو د بهرنیو ځواکونو شپنی عملیات ژر تر ژره بند شی. د ملی دفاع وزارت له دې پرېکړې ملاتړ کوی او د ولسمشر پرېکړې د پلی کېدو لپاره هڅې روانې دی. دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ملکی وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړی او د ملګرو ملتونو د روان کال د تلې میاشتې په راپور کې راغلی دی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې 971 ملکی وګړی وژل شوی، چې 77 سلنه یې د وسله والو طالبانو له خوا او 12 سلنه یې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو له خوا وه. د یادونې وړ ده، چې د افغان ځانګړو ځواکونو قطعه (Special Force)، چې له دوو کلونو راهیسې د ملی اردو د ستر درستیز په چوکاټ کې جوړه شوې ده او په هغه کې پولیس، اردو او د ملی امنیت سرتېری شامل دی، هم ټینګار کوی، چې هغوى کولى شی په خپلواک ډول شپنی عملیات ترسره کړی. دغه ځواکونه چې شمېر یې څه باندې 1200 تنو ته رسېږی، ډېرى وختونه د ایساف ځواکونو په ملاتړ په شپنیو او پېچلو عملیاتو کې ګډون کوی او توانېدلی دی، چې په خپلواک ډول هم عملیات ترسره کړی.