جمهور رئیس کرزی د کابل نړیوال کنفرانس ته په خپله وینا کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه ،چې له افغانستان سره له مرسته کېدونکو پیسو څخه پنځوس سلنه د افغان دولت لخوا مصرف کړی. هغه له نړیوالو وغوښتل، چې د افغان دولتی چارواکو خپلوانو ته قراردادونه ورنکړی او زیاته یې کړه، چې دا کار اداری فساد ته لاره هواروی. کرزی وویل، چې افغان ملی ځواکونه به په راتلونکو څلورو کلونو کې د هېواد د امنیت د ټینګولو مسؤلیت پر غاړه واخلی. کرزی د کنفرانس پر بهرنیو ګډونوالو غږ وکړ، چې موږ تاسې د یوه دښمن مقابله کوو ا و ویې ویل، که څه هم افغان دولت یو څه بریالیتوبونه لری، خو بیا هم د نړیوالې مبارزې د هدف په لاسته راوړو کې پاتی راغلی یو. نوموړی زیاته کړه، دوى د کلک هوډ خاوندان دی، هېواد به یې د نړیوالو په مرسته او په هېواد کې د شته زېرمو په راویستلو د افغانانو سره د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړی. د کابل په نړیوال کنفرانس کې د نږدې 70 هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو او د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې ده. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کنفرانس به شاوخوا درې نیم ساعته دوام وکړی.