رجوع
په بدخشان کې یو کلى تر واورو لاندې شو
تاريخ النشر: 1390/10/26 0:0رمز الخبر: 8347المصدر: ایرکا خبری آژانس

د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له امله 500 تنه په خپلو کورونو کې بند پاتې دی او ورستی اورښتونه په دغه ولایت کې د 15تنو د مړه کېدو او اتو نورو د ژوبلېدو لامل شوی دی.
د بدخشان والی شاه ولی ادیب پژواک خبری اژانس ته وویل، چې د واورې اورښت تېره اونۍ پیل او تر اوسه دوام لری.
د هغه په وینا، نن سهار (د مرغومی 26مه) په اشکاشم ولسوالۍ کې د یوه ستر برفکوچ له امله د دې ولسوالۍ زیچ کلى، چې د فیض اباد ښار په 200 کیلومترۍ کې پروت دى، په بشپړ ډول تر واورو لاندې شوى دى.
ادیب زیاته کړه: ((په دغه برفکوچ کې د دغه کلی د 79 کورونو 500 اوسېدونکی تر واورو لاندې ګیر دی، تر اوسه درې تنه له واورو را ایستل شوی، چې یو یې مړ او دوه نور ټپیان دی.))
د بدخشان والی وویل، چې دغه راپور د اغاخان بنیاد او د فوکس دفتر د نماینده ګی له خوا، چې په دغه کلی کې فعالیت لری، ورکړل شوى دى.
نوموړی وویل، چې په بېړنۍ ناسته کې د اغاخان له بنیاد نه غوښتل شوی دی، چې ژر تر ژره دې له زیانمنو کسانو سره مرسته وکړی.
د فوکس دفتر(د بدخشان ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې مرستندویه نړیواله انجیو) مسوول رحیم دانش د دې پېښې پخلى وکړ او پژواک اژانس ته یې وویل، د دوى سروې ښیی، چې دغه کلى په بشپړ ډول تر برفکوچ لاندې شوى دى.
همدارنګه په بدخشان کې د اغاخان د دفتر مسوول ډاکتر نجم الدین پژواک ته وویل، چې د دوى ډلې ساحې ته لېږل شوې او د خلکو د لېږدولو لپاره هڅې پیل شوې دی.
هغه وویل، چې ځینې کاری ډلې یې د تاجکستان له لارې سیمې ته لېږلې دی.
سرچینې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات ور نه کړل، خو ویې ویل، چې کېداى شی د دې پېښې د تلفاتو کچه لوړه وی.
د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې رییس ثناء الله امیری هم وویل، چې له تېرې شپې را په دېخوا د واورې د ښویېدو له امله 14 تنه مړه او شپږ نور ټپیان دی.
هغه زیاته کړه، چې د ارغستان ولسوالۍ په کندی او مارستان کلیو کې د واورې د ښویېدو له امله پنځه تنه مړه او شپږ ټپیان شوی دی، په یفتل پایین ولسوالۍ کې درې تنه مړه او په یاوان ولسوالۍ کې یو تن مړ شوى دى.
د نوموړی د معلوماتو له مخې، پنځه تنه هم تېره شپه د یفتل بالا ولسوالۍ په ارت او مارج کلیو کې تر واورو لاندې شوی دی.
همدارنګه د بدخشان د عامه ګټو امر محمد رفیق شېرزی پژواک ته وویل، چې د واورې د زیات اورښت له امله له مرکز سره د دغه ولایت د 14 ولسوالیو مواصلاتی لارې تړل شوې دی. نوموړی وویل، چې په دغو ولسوالیو کې وردوج، زیباک، اشکاشم، واخان، شغنان، یفتل پایین، راغستان، کوهستان، یاوان، مامی، نسی، شکی، کوفاب او خواهان ولسوالۍ شاملې دی.
سرچینې زیاته کړه، چې په یو شمېر ولسوالیو کې د لارو د پاکولو چارې پیل شوې او په پام کې ده، چې ټولې لارې خلاصې شی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې د واورې د ښویېدو له امله یو تن مړ شوى وو.