رجوع
په افغانستان کښې په خارجی عسکرو دحملو دزیاتیدا علت باید دهغوې په کړچار کښې ولټوو
تاريخ النشر: 1390/11/01 0:0رمز الخبر: 8410المصدر: ایرکا خبری آژانس

زمونږ دخبریال دراپور پراساس دافغانستان په کاپیسا ولایت کښې دملی عسکرو دیوه پوځی په ډزو کښې چې دفرانسې دڅلورو عسکرو دوژل کیدا او دڅو نورو کسانو دژوبلیدا سبب شوی دی دفرانسې ولسمشر نیکولای سرکوزی دخپلو څلورو عسکرو دوژل کیدا په هکله غبرګون کښې دافغانستان دملی پوځ له عسکرو سره دروزنې دپروګرام او دګډو عملیاتو دبندولو او په دغه هیواد کښې دفرانسې دڅلورو عسکرو د وژل کیدا په علت دغور لپاره دخپل دفاع وزیر کابل ته دور تلو خبر ورکړ او خبرداری یې ورکړ مکمنه ده چې فرانسه له ټاکلی نیټې وړاندې له افغانستان څخه خپل عسکر وباسی .
دامریکا خارجه وزیرې میرمن هیلاری کلینټن هم دفرانسې دولسمشر ددغه خبرداری په اړه وویل دې داسې کوم دلیل نه وینی چې فرانسه له افغانستان څخه خپل عسکر وباسی .
په تیرو وختونو کښې هم فرانسې له افغانستان څخه دخپلو عسکرو د ایستلو فیصله کړی وه خو وروسته یې له دغه کار څخه ډډه وکړه .
خو کارپیژاندی او د نظر خاوندان باوری دی چې داځل په افغانستان کښې شرایط متفاوت دی .
دفرانسې حکومت اوس له یوې خوا له سختو اقتصادی شرایطو سره مخامخ دی او بلې خوا دفرانسې خلکو هم داقتصادی مشکلاتو او هم په افغانستان کښې دخپل هیواد دعسکرو دمرګ ژوبلې دزیاتیدا په خاطر په حکومت دباو راوړی دی او داسې ښکاری دفرانسې حکومت په خپلو عسکرو دافغانستان دملی پوځ دځینو عسکرو دحملو زیاتیدا پلمه وګرځوی او له افغانستان څخه خپل عسکر وباسی .
البته بیا هم په پریکنده توګه نشو ویلای چې دفرانسې حکومت به له افغانستان څخه خپل عسکر وباسی ځکه چې امریکا دمتحدینو په سر کښې ناسته ده او اجازه به ورنکړی چې فرانسه له افغانستانه عسکر وباسی .
خو اوس دفرانسې ولسمشر نیکلای سارکوزی غواړی په خپلو عسکرو دافغانستان دملی پوځ دځینو عسکرو دحملو د زیاتیدا په علت غور وکړی چې باید د ددغو حملو دزیاتیدا علت په افغانستان کښې دفرانسې او دنورو خارجی هیوادونو په کړچار کښې ولټوو .
دفرانسې ولسمشر نیکلای سارکوزی دا خبره هیره کړی ده چې ددوې عسکرو څه موده وړاندې دافغانستان په کاپیسا ولایت کښې دیوه سړی په کور چې تازه له حج څخه راستون شوی وو یرغل وکړ او هغه یې له هغو کسانو سره یو ځاې چې هغه ته دحج دامبارکۍ لپاره ورغلی وو وواژه .
مګر دفرانسې ولسمشر سارکوزی څه موده وړاندې دامریکا دعسکرو لخوا دافغانانو مړیو ته دسپکاوی فیلم نه دی لیدلی چې په ناوړه ډول یې په مړو کسانو تشې میتیازې کولې .
دفرانسې ولسمشر سارکوزی باید دانګلستان له لومړی وزیر ډیویډ کیمرون څخه پوښتنه وکړی چې دبریطانیه پوځیانو ولې په افغانستان کښې په یوې لس کلنۍ افغان انجلۍ او یوه لس کلن افغان هلک جنسی تیری کړی دی .
او له دغو خبرو چې تیر شو دسترو سپکاویو په اړه پوښتنه مطرح کیږی چې دامریکا عسکرو په کوم ډول دقران مجید سپکاوی وکړ او قران کریم یې تشناب یا ټټۍ ته وغورځوه او هغه یې دټوپک په شپیلۍ سوری سوری کړ .
دغو حقیقتونو ته په پام سره دفرانسې ولسمشر نیکلای سارکوزی بیا هم هیله لری چې افغانستان ددغه اسلام او افغان ضد جنایتونو په اړه غلی کینی .
پر دې اساس دافغانستان دجنګ لمن اوس له طالبانو غځیدلی دی او خلکو ته پراخه شوی ده او دافغانستان ملی پوځ هم ددغه هیواد له خلکو جوړ دی .
نو بیا طبیعی خبره ده چې دافغانستان په پوځ کښې هم احساس لرونکی کسان پیدا کیږی چې په دغه هیواد کښې دخارجی ځواکونو دناوړه حرکتونو په نسبت غلی نشی کیناستلی او امکان شته چې دافغانستان دملی پوځ عسکر دخارجی عسکرو دناوړه کارونو په نسبت خپل غبرګونونه او حملې زیاتې کړی او دغه کار له طالبانو سره هیڅ ارتباط نلری .
ددغه چارې مصداق هم دافغانستان دهوایی ځواک هماغه افسر دی چې دکابل په هوایی ډګر کښې یې څو امریکایان ووژل .
او اوس معلومه شوی ده چې دغه حملې له طالبانو سره هیڅ ارتباط نه درلود .
طالبان بیا هم کله نه کله له خارجی عسکرو سره راشه درشه کوی او معامله ورسره کوی او طالبان دپیسو په ترلاسه کولو سره دخارجی ځواکونو کاروان له تر خپل کنټرول لاندې سیمو تیروی .
پردې اساس اوس په افغانستان کښې دخلکو پاڅون ولسی شوی دی .