رجوع
حزب اسلامی وایی چې دولت ددوى ځینې شرایط منلی دی
تاريخ النشر: 1390/11/03 0:0رمز الخبر: 8443المصدر: ایرکا خبری آژانس

: د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د دولت مخالفه وسلواله ډله حزب اسلامی وایی چې د افغانستان له حکومت سره یې خبرې روانې دی او ددوى یو شمېر شرایط منل شوی هم دی.
د حزب اسلامی ویاند انجنیر هارون زرغون د سلواغې په 3مه، له یوه نامعلوم ځاى څخه د ټېلېفون په لیکه پژواک خبری اژانس ته وویل چې کابل ته تللی پلاوی یې د ولسمشر کرزی له ادارې سره ګټورې خبرې کړې دی.
هغه زیاته کړه چې پلاوى یې له کابل څخه راستون شوى او تر ستنېدو مخکې یې له دولت سره موافقه کړې، چې خبرې اترې به روانې ساتی.
د انجنیر زرغون په وینا، د ولسمشرکرزی اداره تر ډېره بریده د دوى د شرایطو منلو ته تیاره شوې ده .
خو نوموړی زیاته کړه ، ترڅو پورې چې پخپله حکمتیار په دې اړه خپل غوڅ دریځ څرګند نه کړی، دوى نورجزئیات نه شی ورکولى.
د حزب اسلامی ویاند زرغون د حزب اسلامی د تېر کال د 15 ماده ییزې طرحې په اړه وویل چې د هماغې 15 ماه ییزې طرحې له مخې، له یو څه بدلونونو سره له دولت سره خبرې شوې دی .
نوموړی وویل چې بدلونونه د دوى او دولت ترمنځ شریک شوی او نه غواړی، چې د رسنیو له لارې یې په اړه څه وویل شی.
د حزب اسلامی ویاند ټینګار وکړ ، چې ګوند یې اوس هم په دې خبره ولاړ دى ، چې بهرنی ځواکونه دې له قید او شرط پرته ووځی ، موقته اداره دې جوړه شی او دغه اداره دې بیا ازادې ټاکنې ترسره کړی.
دولت حزب اسلامی سره شوې خبرې اترې تایید کړې، خو د شرایطو د منلو په اړه یې تر اوسه څه نه دی ویلی.
د یادونې ده، چې تېره ورځ ولسمشر حامد کرزی د ولسی جرګې د دویم تقنینی کال د پرانېستې پر مهال د حزب اسلامی له پلاوی سره د خبرو په اړه څرګندونې کړې وې.
هغه زیاته کړې وه، چې له دغه پلاوی سره یې وکتل او خبرې یې ګټورې وې.
ولسمشر حامدکرزی زیاته کړه: ((د محترم انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی له پلاوی سره مو خبرې درلودې، په دغو مذاکراتو کې دواړو لوریو خپل نظرونه د صمیمیت او ورورولۍ په فضا کې بیان کړل، موږ هیله لرو چې مذاکرات دوام وکړی او د سولې د ټینګښت په خاطر ګټورې پایلې ولری.))
ولسمشر زیاته کړه، چې دغه پلاوی د جمهوری ریاست د لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم په ګډون له یو شمېر نورو دولتی چارواکو سره هم وکتل.
د یادونې ده، چې کابل ته د یاد پلاوی له راتګ څخه څو ورځې وروسته د مرغومی په 13مه نېټه،په اروپا کې د حزب اسلامی د سیاسی دفتر مسوول قریب الرحمن سعید پژواک خبری اژانس ته ویلی و ، چې دغه پلاوی په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزی او یو شمېر نورو دولتی چارواکو سره کتلی دی.
نوموړی له افغان حکومت سره د حزب اسلامی د پلاوی خبرې ګټورې بللې وې او ډاډ یې څرګند کړى و، چې دغه خبرې به ښې پایلې ولری.