رجوع
د امریکا کانګرېس: په 2011 کال کې 2262 ملکی افغانان وژل شوی
تاريخ النشر: 1390/11/04 0:0رمز الخبر: 8444المصدر: ایرکا خبری آژانس

د امریکا کانګرېس په یوه راپور کې ویلی، چې د 2011 زېږدیز کال پر مهال په افغانستان کې 2262 ملکی وګړی وژل شوی دی.
د امریکا د کانګرېس د څېړنیزو خدمتونو د ادارې (سی. آر. اېس) له خوا په جوړ شوی دغه راپور کې راغلی، چې 2011 زېږدیز کال د 2010 زېږدیز کال په پرتله د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې په کچه کې لږ کموالى راغلى دى.
سرچینې زیاته کړه، چې په 2011 زېږدیز کال په ټول افغانستان کې 2262 تنه عام وګړی وژل شوی، په داسې حال کې چې په 2010 زېږدیز کال کې دغه شمېره 2777 تنه وه.
په یاد راپور کې راغلی، چې په 2011 زېږدیز کال کې د افغان ملی اردو او ملی پولیسو د مرګ ژوبلې کچه هم ټیټه شوې وه.
د کانګرېس راپور زیاته کړې، چې په دغه کال کې د افغانستان د ملی اردو 289 سرتېری وژل شوی، په داسې حال کې، چې له هغه په مخکې کال کې 821 د اردو سرتېری وژل شوی وو.
دغه راز په 2011 کال کې 522 پولیس وژل شوی او له دغه په مخکې کال کې دغه شمېره 1292 تنه وو.
باید وویل شی، چې په 2011 زېږدیز کال کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه هم ټیټه شوې وه، په تېر میلادی کال کې 566 بهرنی سرتېری و وژل شول، په داسې حال کې چې په 2010 کال کې 711 تنه وژل شوی وو.
په یاد راپور کې دغه راز راغلی، چې له 2001 زېږدیز کال راهیسې په افغانستان کې 1864 امریکایی سرتېری وژل شوی او 15262 نور ټپی شوی دی.
د امریکا کانګرېس په داسې حال کې د ملکی تلفاتو د کچې د ټیټدو خبر ورکوی، چې ملګرو ملتونو د بشری حقونو کمېسیون د 2011 زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکی تلفاتو په کچه کې د 15 سلنې زیاتوالی خبر ورکړى و.
ملګری ملتونو په یوه راپور کې ویلی و، چې د 2011 کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، په افغانستان کې 1462 تنه وژل شوی وو، چې د 2010 زېږدیز کال د لومړیو شپږو میاشتو له کچې څخه 15 سلنه زیاته وه.