رجوع
مشرانو جرګه: له طالبانو سره خبرې باید د افغانانو پر مشرۍ ترسره شی
تاريخ النشر: 1390/11/09 0:0رمز الخبر: 8539المصدر: ایرکا خبری آژانس

د مشرانو جرګې یو شمېر غړی هم ټینګار کوی، چې له طالبانو سره د سولې خبرې باید د افغانانو پر مشرۍ ترسره شی.
شاوخوا دوه میاشتې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو، قطر او جرمنی وپتېیله، چې د سولې د خبرو په موخه دې طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانیستل شی.
وروسته د افغانستان دولت، چې لومړى یې د دغه دفتر د پرانیستلو لپاره سعودی عربستان او ترکیې ته لومړیتوب ورکاوه، هم په قطر کې طالبانو ته د دفتر له پرانیستو سره هوکړه وکړه.
دغه راز طالبانو هم تایید کړې، چې په قطر کې د دفتر په اړه یې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره تفاهم کړى دى.
د مشرانو جرګې په نننۍ (د سلواغې په 9مه) عمومی غونډه کې، په دغې جرګه کې د بامیانو استازی هدایت الله رهایی وویل، چې دامریکا او طالبانو تر منځ د خبرو په پروسه کې د افغانستان دولت له پامه غورځول شوى دى.
د ده په وینا، هغه وخت به د سولې خبرې مثبتې پایله ولری، چې د افغانانو پر مشرۍ ترسره شی.
هغه زیاتوی: ((هېواد زموږ دى، د سولې مشری هم باید موږ وکړو، ځکه موږ افغانان په خپلو کې سره په ژبه پوهېږو.))
دغه راز ده وویل، په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره اړینه ده، چې له پاکستان سره په دې برخه کې تفاهم وشی.
خو هغه د دې اړتیا په اړه نور توضیحات ورنه کړل.
په یاده جرګه کې د لوګر استازى صفت الله حقمل هم وایی، چې دسولې د خبرو مشری باید افغانان وکړی.
دى وایی:((په نورو هېوادنو کې د نورو خلکو له خوا د افغانستان د سولې لپاره تصمیم نیول افغانستان ته سوله نه شی راوستى.))
د حقمل په وینا، افغانان هم هغه مهال کولاى شی، چې خپل هېواد ته سوله راولی، چې د هېواد لپاره صادق و اوسی.
په دغې جرګه دسکانو او اهل هندو استازې انارکلی هنریار هم وایی، چې د سولې د پروسې مشری باید افغانان وکړی، څو د تېرو کلونو لاسته راوړنې وساتی.
هنریار زیاتوی: ((زموږ هیله دا ده، چې د سولې په راتګ باید د ښځو او مذهبی اقلیتونو حقونو ته ډېره زیاته پاملرنه وشی.))
دا په داسې حال کې ده، چې امریکایی چارواکو هم ویلی، چې د سولې خبرې به د افغانانو تر مشرۍ لاندې ترسره کېږی.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار بیا په نننۍ غونډه کې وویل، له هغو کسانو سره باید د سولې خبرې وشی، چې د افغانستان اساسی او نور نافذه قوانین منی.
هغه وایی، که څوک د افغانستان اساسی قانون ومنی، کولاى شی، چې په ټاکنو کې ګډون وکړی.