رجوع
په هرات کې د ولسی جرګې یو کاندید وسله والو برمته کړی
تاريخ النشر: 1389/04/30 0:0رمز الخبر: 857المصدر: ایرکا خبری آژانس

د ولسې جرګې یو کاندید د هرات په ګلران ولسوالۍ کې وسله والو برمته کړی دی.
د محمد یوسف په نوم د ولسې جرګې لپاره کاندید د سې شنبې په ورځ له خپلو دو ساتونکو سره په ګلران ولسوالۍ کې اختطاف شو.
د لوېدیځ زون د ساحوی پولیسو قوماندان جنرال اکرام الدین یاور پیښه تایید کړه او ازادی راډیو ته یې وویل، چې له اختطاف شویو څخه یو ساتونکی خوشی شوی دی.
تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې دغه کسان چا یرغمل کړې دی. د ګلران په ولسوالۍ کې مخکې طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې په انتخاباتو کې دې برخه نه اخلی.