رجوع
په خوست ښار کې څه باندې 300 دوکانونه وسوځېدل
تاريخ النشر: 1390/11/21 0:0رمز الخبر: 8701المصدر: ایرکا خبری آژانس

په خوست ښار کې د اور لګېدنې له امله شاوخوا درې سوه پنځوس دوکانونه سوځېدلی ، چې خلکو ته یې سلګونه میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.
د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځی پژواک خبری اژانس ته وویل، چې دغه اور تېره شپه د درېیو بجو په شاوخوا کې د ښار په سوېل ختیځه څنډه کې د لرګیو په ټال کې لګېدلی او وروسته شاوخوا دوکانونو ته خپور شوی دی.
هغه وایی،چې د دوی اطفایو تر سهاره پورې اور کنټرول او مړ کړ او چا ته پکې ځانی زیان نه دى اوښتى.
نوموړی زیاته کړه،چې د اور له امله څه باندې درې سوه دوکانونه سوځېدلی، خو دا چې خلکو ته څومره مالی زیان اوښتی، له پلټنو وروسته به معلوم شی.
قوماندان سردار محمد ځاځی وویل، چې د اورلګېدنې لامل تر اوسه نه دی معلوم ، خو په اړه یې پلټنې روانې دی.
د خوست ښار یوه اوسېدونکی ګل کریم پژواک ته وویل، سهار، چې کله دی راغی، خبر شو، چې دوکان یې د اور په پېښه کې په بشپړ ډول سوځېدلی او نړېدلی دی.
هغه وویل، چې په دوکان کې یې د شاوخوا پنځه سوه زره افغانیو په ارزښت سامان و، خو اوس ټول له منځه تللی دی.
نوموړی له امنیتی مسوولینو غوښتنه وکړه، چې د دې پېښې عاملین دې ونیسی او د قانون له مخې دې ورته سزا ورکړی.