رجوع
ولسمشر کرزى اسلام اباد ته ورسېد
تاريخ النشر: 1390/11/27 0:0رمز الخبر: 8793المصدر: ایرکا خبری آژانس

ولسمشر حامد کرزى څو شېبې مخکې د پاکستان پلازمېنې اسلام ته ورسېد.
ولسمشر کرزى نن (د سلواغې 27مه) د افغانستان پر وخت شاوخوا 10 بجې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد.
د اسلام اباد په هوایی ډګر کې د ولسمشر کرزی هرکلی ته د پاکستان د کډوالو چارو وزیر انجنیر شوکت الله، په اسلام اباد کې افغان سفیر محمد عمر داوودزى او یو شمېر نور پاکستانی چارواکی راغلی وو.
ټاکل شوې، چې ولسمشر کرزى به نن ماسپښین یوه بجه د پاکستان له لومړی وزیر سید یوسف رضا ګېلانی سره وګوری.
دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتی دفتر مشر انتسار سلهری پژواک اژانس ته وویل، چې نن د افغانستان، پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران، زلمى رسول، حنا ربانی کهر او منوچهر متکی په خپل منځ کې درې اړخېزه ناسته ولری.
د هغه په وینا، سبا به د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دریو واړو هېوادونو ولسمشران درې اړخېزه غونډه وکړی.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتی دفتر په خبرپاڼه کې راغلی، چې ولسمشر کرزى د افغانستان، پاکستان او ایران د هېوادونو په درې اړخېزه غونډه کې پر ګډون سربېره به د پاکستان له ولسمشر اصف علی زرداری او لومړی وزیر سید یوسف رضا ګېلانی سره په جلا جلا توګه وګوری او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سیاسی، اقتصادی، د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې، د سولې د ګډ کمېسیون په اډانه کې د دواړو هېوادونو د لا ډېرو همکاریو په اړه د دوه اړخېزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړی.
سرچینه کاږی، چې حامد کرزی به د پاکستان د مسلم لیګ ګوند له مشر نواز شریف، د فضل الرحمن اړوند د جمعیت علما د رهبرۍ د شورا له غړو، د شېرپاو اړوند د خلکو د ګوند له مشر افتاب احمدخان شېرپاو او د سمیع الحق اړوند د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا سمیع الحق سره هم وګوری.
په دغه سفر کې له ولسمشر کرزی سره د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمى رسول، د ملی امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د ولسمشر د دفتر رییس عبدالکریم خرم، د جمهوری ریاست ویاند او د مطبوعاتی دفتر مشر ایمل فیضی او یو شمېر خبریالان ملګری دی.
له دې مخکې د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې د ایران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزی، د پاکستان د ولسمشر اصف علی زرداری او د ایران د ولسمشر محمود احمدی نژاد ترمنځ درې اړخېزه غونډه جوړه شوې وه.
د دې درې اړخېزې غونډې د جوړونې پرېکړه د ایکو یا سیمه ییزې همکارۍ د سازمان په غونډه کې، چې په تهران کې جوړه شوې وه، وشوه.