افغان ورزشکارانو په ايران کې درزمي ورزشونو له دويم نړيوال فيستوال څخه دسروزرو څلور مډالونه ، دسپينو زروشپږ مډالونه او ژيړو اته مډالونه ترلاسه کړل . دالمپيک دملي کميټي دخپرونو مسوول عارف پيمان ته وويل د رزمي ورزشونو دويم نړيوال فيستوال دڅه دپاسه اويا هيوادونو دلوبغاړو په ګډون په تيرو څلورو ورځو کې په ايران کې ترسره شو . پيمان زياته کړه دافغانستان ټيم چې په ايران کې يو شمير ميشت مهاجر افغانان يې هم په ترکيب کې شامل و وکولاى شول دموي تاي کشتي کمربندي او جوجت شو په څانګو کې دسروزرو څلور مډالونه او دژيړو او دسپينو او ژړيو څوارلس مډالونه ترلاسه کړي . ده څرګنده کړه ددغو لوبو وروستي نتيجي لاتراوسه پورې څرګندي نه دي اودفيستوال دچارواکو دوروستي غونډې له پاى ته رسيدو وروسته اعلاميږي .