رجوع
کشاف: دینی مقدساتو ته سپکاوى په هېڅ ډول د بښنې په غوښتنې سره د منلو وړ نه دى
تاريخ النشر: 1390/12/03 0:0رمز الخبر: 8884المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د علماوو سراسری شورا په بګرام کې قرانکریم ته د سپکاوی د غندلو ترڅنګ د بښنې غوښتل د منلو وړ نه بولی او د عاملینو د محاکمې او مجازاتو غوښتنه یې کړې ده.
خلک وایی، چې امریکایی سرتېرو دوه شپې وړاندې د قرانکریم څلور نسخې د پروان ولایت د بګرام په پوځی اډه کې سوځولی، خو ایساف وایی، چې د هغوى سرتېرو د بګرام په هوایی ډګر کې زیات شمېر دینی کتابونه د قرانکریم په ګډون په ناسم ډول سره له منځه وړی دی.
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د کب3مه) د افغانستان د علماوو له سراسری شورا څخه پژواک ته را رسېدلی راغلی دی، چې د یادې شورا رییس قضاوتپوه مولوی قیام الدین کشاف د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازی یان کوبېش سره په لیدنه کې د بهرنیو ځواکونو یاده کړنه د یوه ټکان ورکوونکی عمل په توګه په کلکه غندلې ده.
مولوی کشاف وویل: ((دینی مقدساتو ته د سپکاوی موضوع په هېڅ ډول د بښنې په غوښتنې سره د منلو وړ نه ده او باید د دغه غیر اسلامی او غیر انسانی عمل مرتکبین محاکمه او مجازات شی، څو د دغه مسلمان ملت د زخمونو لپاره ټکور وګرځی.))
هغه زیاته کړه: ((د افغانستان مسلمان ملت د خپلو اسلامی عقېدو او مقدساتو د ساتلو لپاره د خپلو اولادونو، ځان او مال قربانۍ ته تیار دى او له همدې امله په یاده لاره کې په میلیونونو شهیدان، معلولین او معیوبین ورکړی دی.))
مولوی کشاف وایی، که چېرې د افغانستان د مسلمان ملت د ډاډ لپاره د اړوند مسوولینو له لوری د یادې کړنې د عاملینو د مجازاتو په اړه جدی اقدام ترسره نه شی، نو د پایلو مسوولیت به یې د هغوى پر غاړه وی.
د ملګرو ملتونو استازی له مولوی کشاف سره په لیدنه کې، په بګرام کې قران عظیم الشان ته د سپکاوی په اړه بښنه وغوښته او ژوره خواخوږی یې څرګنده کړه.
هغه زیاته کړه، چې د ایساف عمومی قوماندان جنرال جان الن سمدستی له یادې پېښې وروسته د افغانستان له خلکو څخه بښنه وغوښته او د قضیې په اړه یې څېړنې پیل کړې، چې پایلې به یې وروسته اعلان شی.
په افغانستان کې د ایساف ځواکونو عمومی قوماندان د دې په ویلو سره، چې داسې عمل به په راتلونکی کې ترسره نه شی، ویلی دی، چې دوى په دې اړه په جدی توګه څېړنې کوی او د دغه عمل په اړه یې له ولسمشر، حکومت او د افغانستان له خلکو بښنه غواړی.
د یادونې ده، چې قران عظیم الشان ته د سپکاوی په غبرګون کې له تېرې ورځې راهیسې په کابل، بګرام، ننګرهار، کاپیسا، پروان او یو شمېر نورو ولایتونو کې سوله ییز او له تاوتریخوالی ډک لاریونونه په لاره اچول شوی او لاریون کوونکی یې د عاملینو د مجازاتو غوښتونکی دی.