رجوع
ولسمشر: وکیلان دې کاندید وزیرانو ته په رایې ورکولو کې ملی یووالى په پام کې ونیسی
تاريخ النشر: 1390/12/04 0:0رمز الخبر: 8908المصدر: ایرکا خبری آژانس

ولسمشر حامد کرزی له ملی شورا سره ځانګړې غونډه کې غوښتنه وکړه چې ولسی جرګه دې کاندید وزیرانو ته د رایې په ورکولو کې د وړتیاوو ترڅنګ ملی یووالی هم په پام کې ونیسی.
دا څرګندونې د ولسی جرګې دویم مرستیال شېخ نعمت الله غفاری پژواک خبری اژانس ته وکړې.
د ده په وینا، ولسمشر تېر ځل له بېلابېلو قومونو څخه یو شمېر کسان د کاندید وزیرانو په توګه جرګې ته معرفی کړی وو؛ خو رایه یې تر لاسه نه کړه.
د غفاری په وینا، ولسمشر وویل،ددې لپاره چې په دې برخه کې د هغه اندېښنه لرې شوې وی، توصیه کوی چې کاندید وزیرانو ته د رایې په ورکولو کې ملی یووالى هم په پام کې ونیسی.
کرزی نن د جمهوری ریاست په ماڼۍ کې د ملی شورا د دواړو مجلسونو (ولسی جرګې او مشرانو جرګې) له غړو سره فوق العاده ناسته لرله.
د سلواغې په 26مه، نهه کاندید وزیران د باور رایې د ترلاسه کولو په موخه ولسی جرګې ته وروپېژندل شوی دی او ټاکل شوې، چې جرګه په نږدې راتلونکی کې رایه ورکړی.
د دې نوملړ له مخې، محمد اسماعیل د برېښنا او اوبو وزارت، انجنیر امیرزى سنګین د مخابراتو وزارت، ډاکټر ثریا دلیل د عامې روغتیا وزارت او ډاکټر حسن بانو غضنفر د ښځو چارو وزارت لپاره معرفی شوی دی.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت لپاره ډاکټر عبیدالله عبید،د کلیو د پراختیا وزارت ته ویس احمد برمک، د ترانسپورت او هوایی چلند وزارت لپاره داوود علی نجفی، د ښار جوړونې وزارت ته حسن عبدالهى او د فواید عامې وزارت لپاره انجنیر نجیب الله اوجن جرګې ته ورپېژندل شوی دی.
د کاندید وزیرانو په اړه په نننۍ ناسته کې د ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې دی، چې د ولسی جرګې د مشر د تېرې ورځې د څرګندونو له مخې، ولسمشر دغه غونډه په بګرام کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د قران کریم د نسخې د سوځولو په اړه ورغوښتې وه.
کرزی له ملی شورا سره په ځانګړې نننۍ غونډه کې وویل، چې د قران کریم د سوځولو په اړه به د ټاکل شوی پلاوی تر څېړنې وروسته له ملی شورا سره په مشوره پرېکړه وکړی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، کرزی ویلی چې د دې موضوع د څېړلو لپاره یې یو پلاوى بګرام ته استولى دى، چې نن مازیګر به بېرته راشی او د څېړنو پایلې به له ده سره شریکې کړی.
په بګرام کې د قران کریم نسخې درې شپې مخکې سوځول شوې او په غبرګون کې یې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د هېواد په مرکز او ځینو ولایتونو کې لاریونونه روان دی.