رجوع
امریکا خپل 100میلیونه ډالره پورافغانستان ته وباښه
تاريخ النشر: 1389/04/30 0:0رمز الخبر: 891المصدر: ایرکا خبری آژانس

په افغانستان کې د امریکا سفیر ددې پور د بخښلو د تړون د لاسلیکولو په مهال وویل، چې دوى هڅه کوی تر څو افغانستان په اقتصادی او نورو برخو کې پیاوړى شی. دغه راز د افغانستان د مالیې وزیر څرګنده کړه چې دوى هلې ځلې کوی له پخوانیو کلونو کې څخه په دې هېواد پاتې پورونه د نورو هېوادونو له خوا هم وبخښل شی،افغانستان لا هم د شپیتمې او اویایمې لمریز لسیزې له کلونو څخه د نړۍ له یوشمیرهیوادونوڅخه ملیونونه ډالره پوروړى دى.
افغانستان ته د پورونو د بخښلو د هڅو په لړ کې امریکا هم خپل ټول پور دې هېواد ته وباښه او کوښښ کیږی چې نورهېوادونه هم خپل پورونه افغانستان ته وبخښی.
د امریکا له خوا د یو سلو اته ملیونه ډالره پور د بخښلو تړون د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د سفیراو د افغانستان د مالیې د وزیر ترمنځ لاسلیک شو.
په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیری وویل، چې له دغو پیسو څخه به افغان دولت د بیارغونې د پروژو په تطبیق او د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې ګټه واخلی:
"د پور بخښل به په افغانستان کې د فقر د کمولو له پروګرام سره مرسته وکړی دا پیسې به د افغانستان دولت ددې جوګه کړی چې د روغتیا او پوهنې برخو ته لا پاملرنه وکړی او دا پیسې پرې ولګوی له دې سره به د خلکو په ژوند کې بدلون هم راشی."
امریکا دا یوسلو اته ملیونه ډالره په شپیتمه او اویایمه لمریزه لسیزه کې افغانستان ته د پور په توګه ورکړی وو او دا پور تر اوسه په دې هېواد پاتې وو، په کابل کې د امریکا سفیر څرګنده کړه چې دا پور یې له افغانستان سره د مرستې او دوستۍ په خاطر وباښه.
په عین حال کې د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټرعمر زاخیلوال له امریکا څخه د دې پور د بخښنې له امله مننه وکړه او ویی ویل، چې د امریکا له خوا د پوربخښل د دې هېواد لپاره ډیر ارزښت لری او د بیارغونې په بېلابېلوبرخو کې به ورڅخه ګټه پورته شی:
"له نیکه مرغه موږ نن کولاى شو دغه پیسې د پور پرځاى په مهمو خدماتی او ملی برخو کې ولګوو، موږ د امریکا له متحده ایالاتوڅخه د ټولو مرستو او ددې پور د بخښلو له امله ډیر خوښ یو."
افغانستان په تېرو دیرشو کلونو کې د جنګونو له امله د نړۍ له بېلابېلوهېوادونو څخه کابو یوولس میلیارده ډالره پوروړى شوى وو، چې ډیره برخه یې د پخوانی شوروی اتحاد پورونه وو.
که څه هم د روسیې په ګډون د نړۍ بېلابېلوهېوادونو خپل شپږ نوی فیصده پورونه دې هېواد ته بخښلې خو اوس هم افغانستان له یو شمېرهېوادونو څخه ملیونونه ډالره پوروړې دی.
د افغانستان د مالیې وزارت وایی، چې د نړېوال بانک او د پیسو د وجهی صندوق په مرسته هڅه کیږی، چې پاتې هېوادونه هم خپل پورونه دې هېواد ته وبخښی او افغان دولت له دغو پیسو څخه د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې ګټه واخلی.